په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالی ۶۷ سلنه زیاتوالی

  • خپرول: ۲۳ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 41111

د خبریالانو خوندیتوپ کمېټې د خپل کلنۍ راپور په خپرولو سره ۲۰۱۷ کال یې په افغانستان کې د خبریالانو لپاره ترټولو خونړۍ کال بللی دی.
یادې کمېټې په خپل راپور کې ویلی چې د تېر کال په ترڅ کې ۱۶۹ پېښې د خبریالانو او د رسنیو کارکونکو باندې ترسره شوی دی.
یاده کمېټه وایی، دغه پېښې وژنې، ټپی کېدل، وهل ټکول، بندی کېدل، ګواښ او سپکاوۍ په برکې نیسی.
د یادې کمېټې په وینا، د تېر کال په ترڅ کې ۲۰ تنه خبریالان او د رسنیو کارکونکی د طالب ډلې یا داعش له لورې وژل شوی دی.
د خوندیتوب کمېټه وایی، په ۲۰۱۷ کال کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالی کچه د تېرکال په پرتله ۶۷ سلنه زیاتوالۍ موندلې ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41111

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *