په ۲۰۱۴ کال کې د اشرف غنی د ټاکنیزو درغلیو په اړه د امریکایی څېړونکی افشا ګرۍ

  • خپرول: ۲۹ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 100803

د افغانستان لپاره د ستراتېژیکو مطالعاتو د مرکز څېړونکی «تومانس جانسون» وایی، کره اسناد لری چې ښیی اشرف غنی تېر ځل په ټاکنو کې په تقلب او درغلیو ولسمشرۍ ته لاره ومونده او د ډېرو محلونو صندقونه یې په ګټه ډک شول.
د جانسون په وینا «که څه هم په لومړی پړاو کې د عبدالله عبدالله او اشرف غنی له ډلې هیڅ یوه ۵۰+۱ سلنه رایې پوره نشوای کړای خو په لومړی پړاو کې عبدالله عبدالله تر اشرف غنی وړاندې وو».
جانسون وړاندې زیاتوی «کله چې ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې، په حیرانوونکی ډول د اشرف غنی رایې په هغه محلونو کې زیاتې شوې په کومو ځایونو کې چې یې تېر ځل تر عبدالله عبدالله کمې رایې وړې وې.
دا امریکایی څېړونکی د بېلګې په توګه د کابل رایې یادوی چې په لومړی پړاو کې اشرف غنی پکې ۳۱ سلنه خو په دوهم پړاو کې ۵۲ سلنه رایې اخستې وې.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=100803

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




73 − 68 =