په یونان کې د اورلګېدنې له امله له دوه سوه نه زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

  • خپرول: ۳ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 72147

د یونان د اورلګېدنې ادارې اعلان کړی چې د آتن په ښار کې د اورلګېدنې له امله لږترلږه ۷۴ کسان وژل شوی او ۱۸۷ تنه نور ټپیان دی.
د فرانسې خبری سرچینې راپور له مخې، په دغه اورلګېدنه کې د یونان ګڼ شمېر اوسېدونکو په موټرونو او کورونو کې د بند پاتی کېدو له امله خپل ژوند دلاسه ورکړی او شونی ده د قربانیانو شمېر زیاتوالی ومومی.
د راپورونو له مخې، په سیمه کې د پلټنې عملیات دوام لری او تراوسه څه باندې سل کسان لادرکه دی. په همدې حال کې، د یونان عالی محکمې ددې اورلګېدنې د ترسره کېدو په اړه د څېړنو امر کړی او د وژل شویو کسانو هویت د پېژندنې بهیر هم پیل شوی دی.
د پولند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په یونان کې په وروستیو اورلګېدنو کې ددغه هېواد دوه توریستان وژل شوی دی.
ویل کېږی د یونان د اطفایی څه باندې ۲۰۰ مامورین او مرسته کوونکی په یاده سیمه کې د خلکو د ژغورنې په موخه د ځمکې او هوا له لارې هڅه کوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=72147

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




16 − = 10