په یمن کې تقریبا شپیته ماشومان وژل شوی دی

  • خپرول: ۱۹ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 75953

د سره صلیب نړیوالې کمیټه وایی، د یمن په شمال کې د حوثې یاغیانو تر ولکې لاندې سیمه کې د سعودی په مشرۍ د پوځی ایتلاف په هوایی بمبارۍ کې تقریبا شپیته ماشومان وژل شوی او یا ټپیان شوی دی.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې پرون پر خپل ټویټر ویلی:

” په یمن کې هغه روغتون چې زموږ د ټیم له خوا یې ملاتړ کیږی، د ۱۵ کلنې څخه د کم عمر لرونکو نه ویشت ماشومانو مړی تر لاسه کړی. همدانګه د دیرش ماشومانو په شمول اته څلوېښت ټپیان هم وروړل شوی دی.“

راپورونه وایی دا ماشومان د سعده ولایت داهیان سیمه کې په یو بس کې روان و چې بمباری پرې شوې ده.

د حوثی یاغیانو د روغتیا وزارت ویلی چې په برید کې ټول ۴۳ کسان وژل شوی او ۶۱ تنه ټپیان شوی دی.

د سعودی په مشرۍ د سیمې د سنی هیوادونو یو ایتلاف له تیرو درې کلونو راهېسې په یمن کې د ایران ملاتړ لرونکو حوثی یاغیانو په ضد هوایی بریدونه کوی. حوثی یاغیان د یمن د پایتخت صنعا په شمول ددې هیوادو د شمال په لویه برخه واک لری.

د یمن په جګړه کې تر اوسه پورې شا او خوا لس زره کسان چې ډیر یې ملکیان دی وژل شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=75953

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *