په ګواتمالا کې د اتشفشان له امله د تلفاتو شمېر ۶۵ تنو ته ورسېد

  • خپرول: ۱۵ جوزا ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 62333

د ګواتمالا چارواکی وایی، د هغو آتشفشانونو له امله چې د روانې اونۍ له یکشنبه روځې راهیسې په دغه هېواد کې پیل شوی، لږترلږه ۶۵ تنه وژل شوی او له ۳۰۰ نه زیات ټپیان دی.
د رویټرز راپور له مخې، د قربانیانو کورنۍ د خپل کورنی هغو غړو د موندنې په لټه کې دی چې په دغو پېښو کې وژل شوی دی. دغه اتشفشانونه له څلورو لسیزو راهیسې ترټولو پیاوړی اتش فشان بلل شوی.
د ځمکې پېژندونکو په وینا، دغه اتشفشان پای ته رسېدلی او د هغه لوګۍ د ګواتمالا فضا په ۱۰ کیلومټرۍ کې شتون لری.
ددغه هېواد چارواکو ویلی چې د اتشفشان په رامنځته کېدو سره په شاوخوا سیموکې څو هستوګنیزې سیمې پاک شوی او د پلازمینې هوایی ډګر هم تړل شوی دی.
د راپورونو له مخې، د پلټنې عملیات دوام لری او د ګواتمالا څه باندې یومیلیون اوسېدونکی ددغه اتشفشان له امله زیانمن شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=62333

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




98 − = 97