په کونړ ولایت کې د داعش ډلې یو قوماندان وژل شوی

  • خپرول: ۱۰ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 102779

د ۲۰۱سېلاب قول اردو په کونړ ولایت کې د داعش ډلې د یوه قومندان له وژل کېدو خبر ورکوی.

د یادې قول اردو په خبر پانه کې راغلی دی چې سې‎شنبې (د سلواغې په ۹مه نېټه) د کونړ ولایت په مانوګیو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پوځی عملیاتو کې د نجم‎الدین په نامه د داعش ډلې یو قومندان وژل شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوی چې د افغان ځواکونو دې عملیاتو کې د یاد قومندان ترڅنګ د داعش دوه نور غړی هم وژل شوی دی.

خبرپاڼې د عملیاتو په اړه نور جزئیات نه دی ورکړی او همداراز په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکی کسانو ته د احتمالی اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو هم څه نه دی ویل شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=102779

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *