په کندهار کې د ۷۸ طالب ترهګرو مرګ ژوبله

  • خپرول: ۲۰ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: خاورمیانه
  • د خبر شميره: 82793

۳ تیر دقیقه

د قندهار امنیتی چارواکو خبر ورکړی دی چې تیره شپه ( وږی ۱۹) د هېواد د نظامی ځواکونو پر ضد په یوه برید کې ۷۸ تنو طالب ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتی ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې ، د کندهار د پولیسو ویاند ضیا درانی وویل چې تیره شپه ۱۲ بجې طالب ترهګرو د خاکریز او میوند په ولسوالیو کې د هېواد امنیتی او دفاعی ځواکونو پر پوستو باندې ډله ایز بریدونه ترسره کړی دی چې د امنیتی ځواکونو سره په نښته کې ښکیل شوی دی.

د کندهار د پولیسو د ویاند په وینا دغه نښتو د میوند ولسوالۍ په شلغمی،کلان کیچه،بند تیمور او سوربغل کلیو او د خاکریز ولسوالۍ د میوند او مندوګک په کلیو کې صورت نیولی چې تر ۳ ساعتو پورې یې دوام درلود.

هغه څرګنده کړه چې په دې پیښه کې د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو څخه ۱ تن وژل شوی او ۱۸ تنه نور ټپیان شوی دی چې روغتون ته لیږدول شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=82793

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




− 1 = 2