په کندهار کې د ۱۳ طالبانو وژل کېدل

  • خپرول: ۱۴ قوس ۱۳۹۷
  • نوملړ: خاورمیانه
  • د خبر شميره: 91757

۱ تیر دقیقه

د کندهار ولایت په شالیکوټ ولسوالۍ کې د شاهراه کنډک پر قرارګاه باندې د وسله والو طالبانو پر برید کې د دوه پولیسو سره یوځای ۱۳ تنه وسلوال طالبان وژل شوی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې ، د کندهار د ولایتی شورا  غړی وایی چې نن سهار ( لیندۍ۱۴)ددې ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ د چنار په سیمه کې د شاهراه پر کنډک باندې وسلوالو طالبانو برید کړی دی.

د کندهار د ولایتی شورا د غړیو په وینا ،له دې برید وروسته امنیتی ځواکونه د وسله والو طالبانو سره په جګړه کې ښکیل شول او په څو ساعته نښته کې ۱۳ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ۱۵ تنه نور ټپیان شوی دی.

سرچینې وایی چې په دې نښته کې دوه تنو ملې پولیسو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰ تنه نور ټپیان شوی دی.

د ولایتی شورا غړی وایی چې امنیتی ځواکونو د قرارګاه د سقوط مخنیوی کړی دی.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=91757

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




16 + = 23