په کندهار کې د جنرال عبدالرزاق پر کور باندې د برید له امله د پولیسو دوه سرتېری وژل شوی

  • خپرول: ۱۶ ثور ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 57011

وه وسله وال په کندهار کې د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق پر کور د موټرسایکل بم په وسیله حمله وکړه.
په دې برید کې، چې نن /شنبه/ ماښام مهال وشو، د پولیسو دوه سرتېری وژل شوی دی.
جنرال عبدالرازق پېښه تایید کړه، ویې ویل چې د ده د کور مخته چاودنه شوې خو هیچا ته زیان نه دی اوښتی.
خو ځینې راپورونه وایی چې د جنرال رازق ۲ ساتونکی او ۳ ترهګر وژل شوی دی.
په تېرو څو کلونو کې پر قوماندان عبدالرازق بې شمېره انتحاری او بمی حملې شوی دی.
له موټر بمی حملې وروسته دوو وسله والو د قوماندان رازق د کور پر ساتونکو ډزې پیل کړې او هڅه یې وکړه چې د قوماندان کور ته ننوځی.
راپورونه وایی چې د جنرال رازق ساتونکو دواړه وسله وال ووژل.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=57011

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *