په کندهار ولایت کې د هوایی بریدونو په ترڅ کې ۴۳ طالبان وژل شوی

  • خپرول: ۲۴ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 44918

د کندهار امنیتی مقامات وایې چې تیره شپه یې د دې ولایت د نېش د ولسوالۍ پر مرکز د وسله والو د یوې سترې حملې پر شاه تمبولو لپاره جنګی الوتکې کارولی چې له امله یېپه هوایی بریدونو کې ۴۳ وسله وال وژل شوی دی.
د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق امریکاغږ اشنا رادیو ته وویل، چې تېره شپه وسله والو د نیش ولسوالۍ د نیولو لپاره له څلورو خواوو څخه د دغې ولسوالۍ په مرکز بریدونه وکړل چې دغې ډلې وسله والو ته د سر د زیات زیان له رسیدلو وروسته د هغوی بریدونه بیرته په شا وتمبول شول.
جنرال عبدالرازق وویل،چې د وسله والو د حملې پر وخت د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت او افغان ځواکونو په هوایی بریدونو کې وسله وال سخت ځپل شوی دی.
جنرال عبدالرازقوویل ” په هوایی بریدونو کې ۴۳ وسله وال وژل شوی او ۲۰ تنه نور ټپیان دی چې وسلې او موټر یې هم لمنځه تللی، اوس په سیمه کې امنیتی حالت د ډاډ وړ دی”.
نېش ولسوالۍ د کندهار د شمال په ۱۵۰ کیلو میترۍ کې د زابل او ارزګان ولایتونو پولو ته نږدې پرته ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44918

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *