په کندهار او هلمند ولایتونو کې ملکیانو ته اوښتې مرګ ژوبله

  • خپرول: ۲۱ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 104036

هلمند کې ځایی چارواکی منی چې د هوایی ځواک بمبارۍ کې ملکی کسانو ته مرګژوبله اوښتې.

د هلمند ولایت رسنیز دفتر په یوه اعلامیه کې ویل شوی، وسله والو طالبانو د سنګین ولسوالۍ د پوزې سیمې یوه کور له حجرې پر امنیتی ځواکونو ډزې کولې، چې متقابل هوایی برید پرې وشو او پایله کې د ۲۵ طالبانو تر څنګ څلور ملکی کسان هم وژل شوی او دوه تنه ټپیان دی.

د هلمند ولایت اعلامیه کې ویل شوی د پېښې څرنګوالی معلومولو لپاره یو پلاوی ګومارل شوی دی.

بل لور ته چارواکی وایی، د کندهار ارغستان په وام دره کې یې ۲۵ وسله وال وژلی دی.

د کندهار امنیه قومندان تادین خان وایی، دغه عملیات د کورنیو او بهرنیو ځواکونو لخوا د ارغستان او معروف تر منځ د غځېدلې لارې د خلاصون په موخه پیل شوی دی.

د وسلوالو طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی بیا د حکومت راپورونه ردوی او وایی هغه ځواکونه چی سیمی ته د عملیاتو لپاره ورغلی وو، د دوی ملګرو پرې برید کړی او د سر دروند زیان یې وراړولی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104036

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *