په کندز ولایت کې ۱۳۸ یرغمل شوی مسافرین بېرته خوشی شوی

  • خپرول: ۲۹ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 78343

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی، چې په کندز کې د وسله‌والو طالبانو له خوا د ۱۵۰ تښتول‌شویو مسافرو لویه برخه بیرته آزاد شوی دی.
د دغه وزارت د ستراتیژیکو اړیکو سلاکار بهار مهر امریکا غږ – آشنا ته وویل، طالبانو دغه شمیر مسافرین د سیمې د خلکو او قومی مشرانو په منځګړیتوب آزاد کړی دی.
هغه زیاته کړه “تر همدې شیبې چې موږ احوال لرو، د دغو مسافرینو له شمیرې یواځې ۱۲ تنه د دښمن په بند کې دی، پاتې خوشې شوی او موږ تمه لرو ترڅو د ورځې تر پایه پورې، د دغو هڅو په نتیجه کې چې جریان لری، هغوی هم خوشې شی”.
د ښاغلی مهر پر وینا، ټول تښتول شوی مسافر ملکی وګړی وو، چې د اختر په ورځو کې د خپلو کورنیو د لیدلو لپاره یې سفر کوه.
په ورته وخت کې د کندز د والی ویاند عصمت مرادی امریکا غږ – آشنا ته د اکثرو مسافرینو بیرته خوشې کیدل تائید کړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=78343

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *