په کابل کې د ترهګریز برید په اړه د اجرائیه ریاست اعلامیه

  • خپرول: ۱۷ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: د اجرائیه ریاست
  • د خبر شميره: 98460

ترهګرو او د انسانیت دښمنانو یوځل بیا پر ټولګټو وزارت او د شهیدانو او معلولینو پر ملی ادارې په برید کولو سره چې ملکی وګړی یې د برید موخه وګرځېدل، په بشری جنایاتو لاس پورې کړ.

په دې تروریستی برید کې له بده مرغه چې زمونږ یوشمېر بې ګناه خلک شهیدان او ټپیان شوی، چې ډېری قربانیان یې ملکی وګړی دی.

د افغانستان د خلکو دښمنان او بهرنۍ ملاتړی یې باید پوه شې چې حکومت او خلک د دوی پر وړاندې د مقابلی لپاره قوی عزم او اراده لری چې د دوی دا ډول بزدلانه بریدونه نشی کولای چې زمونږ هېواد له پرمختک څخه پرېږدی.

تروریستان دې خبر اوسی چې دا ډول ترهګریز بریدونه به بې ځوابه پاتې نشی او ترهګر به یې درنه بیه پرېکړی.

افغانستان داسې وضعیت کې دی چې حکومت او نړیوال همکاران یې د جنګ د ختمېدو او سولې راوستلو ته لومړیتوب ورکوی او خلک یې هم د سولې خبرو ته په مثبته سترګه ګوری.

د افغانستان دښمنان چې د خپلو ترهګریزو پېښو او جنایاتو د رامنځته کولو لپاره هېڅ ډول پوله نه پېژنی یو ځل بیا یې په دې برید سره ثابته کړه، چې په هېڅ ډول د خلکو غوښتونو ته غوږ نه ږدی او هېڅ ډول ارزښتونه ورته مهم نه دی.

زه سره له دې چې دا بزدلانه برید غندم د پېښې شهیدانو ته جنت فردوس، ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا، کورنیو او دوستانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوم.

 

ډاکټر عبدالله عبدالله

د افغانستان اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=98460

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *