په کابل کې د بشری حقونو په اړه خلکو ته د عامه پوهاوی ورکولو کچه لوړه شوې

  • خپرول: ۲۷ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: پژواک
  • د خبر شميره: 112827

کابل (پژواک، ٢۶ وری ٩٨): په ټولیزه توګه د کابل زون د بشری حقونو د دفتر له ښوونیزو پروګرامونو د ګټه اخیستونکو کچه ۲۶ سلنه خو له یادو پروګرامونو د ښځو ګټه اخیستونکو کچه بیا ۴۳ سلنه زیاته شوې او تېر کال د دغه دفتر له ټولو ۸۴۴ لیدونکو یوازې یو نارینه او نورې ټولې ښځې وې.

د اساسی قانون د ۸۵ مې مادې پر اساس د بشری حقونو پراختیا او ترویج، د جوړښت احکام، د افغانستان د بشری حقونو د خپلواک کمېسیون دندې او صلاحیتونه او د ستراتیژیک پروګرام او د عمل کمېسیون پروګرام دویمه موخه د دغه کمېسیون یوه مهمه او کلیدی موخه او ماموریت دی.

د بشری حقونو په اړه د عامه پوهاوی زیاتېدل په ټولنه کې د بشری حقونو تامین او ملاتړ ته زمینه برابروی، په هره کچه چې هېوادوال له خپلو بشری حقونو معلومات ترلاسه کوی، په هماغه اندازه له خپلو حقونو او ازادیو دفاع کوی او د بشری حقونو د نقض پر وړاندې حساسیت زیاتېږی.

د یاد کمېسیون د کابل دفتر د «بشری حقونو د زده کړو او ترویج کلنی راپور» په نوم راپور کې چې نن خپور شوی لیکلی، تر اوسه د بشری حقونو د پراختیا او ترویج په برخه کې د زیاتو فعالیتونو او هڅو سربېره هم په افغانستان کې د بشری حقونو د تامین په برخه کې له زیاتو ستونزو سره مخ دی.»

سرچینه زیاتوی، نا امنۍ، فرهنګی او سنتی خنډونه، اقتصادی ستونزې او د خپلو حقونو او ازادیو په اړه د خلکو د معلوماتو کچې ټیټوالی هغه اساسی ستونزې دی چې خپلو حقونو ته د خلکو د لاسرسی مخه نیسی.

په راپور کې راغلی، یادې مهمې موضوع ته په پام د یاد کمېسیون د کابل سیمه ییز دفتر په ۱۳۹۷ مالی کال کې د تېرو کلونو په څېر د لنډمهاله ښوونیزو پروګرامونو، ورکشاپونو، سیمینارونو، ښوونیزو غونډو، کنفرانسونو او اوږدمهاله پروګرامونو لکه د بشری حقونو په اړه د ښوونیزو کورسونو جوړول، ماشوم، ماشوم ته د ښونیز پروګرام جوړول او په پوهنتونونو کې د بشری حقونو د مضمون تدریس په ترسره کولو توانېدلی چې تر خپل پوښښ لاندې ولایتونو (کابل، پروان، پنجشېر، کاپیسا، میدان وردګ، لوګر او غزنی) کې د ټولنې د بېلا بېلو طبقو ۸۴۸۱ کسانو ته د بشری حقونو په اړه پوهاوی او معلومات ورکړی.

سرچینې زیاته کړې، په یاد شمېر کسانو کې د بشری حقونو فعالان او مدافعین، قاضیان، څارنوالان، د امنیتی او  دفاعی بنسټونو منسوبین، مدافع وکیلان، ښوونکی او استادان، محصلین، قومی مخور، د رسنیو استازی او د دولتی ادارو نور کارکوونکی ښځې او نارینه په کې شامل دی.

په راپور کې راغلی، د یاد شمېر کسانو ۵۳ سلنه ښځې دی.

د سرچینې په خبره، په ۱۳۹۶ کال کې په یادو ولایتونو کې له ۶۲۰۰ ډېر کسان چې ۵‍۱ سلنه یې ښځې او نور وو، د کابل دفتر په ښوونیزو پروګرامونو کې برخه اخیستې وه.

په راپور کې راغلی، د کابل د سیمه ییز دفتر ښوونیز پروګرامونه د ښځو او نارینه وو لپاره په متوازنه توګه جوړ شوی او هڅّه شوې چې په دغو پروګرامونو کې د ښځوګډون زیات شی.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس، په ۱۳۹۷ کال کې په ټولیزه توګه د بشری حقونو د کابل د سیمه ییز دفتر له ښوونیزو پروګرامونو نږدې ۱۶زره کسانو استفاده کړې او له ۷۴۰۰ څخه ډېرو کسان دغه دفتر ته راغلی دی.

په راپور کې راغلی، د خلکو شکایتونو ته د رسېدو او له نورو بشری حقونو د استفادې لپاره د افغانستان د بشری حقونو کمېسیون د کابل سیمه ییز دفتر ته د خلکو مراجعه د دغه کمېسیون د فعالیتونو عملی پایلې دی چې په دوامداره توګه یې د بشری حقونو د ملاتړ، پراختیا، او څار په برخو کې ترسره کړې دی.

سرچینه لیکی، بل مهم ټکی دا دی چې د کابل دفتر ته د ښځو د راتګ کچه مخ پر زیاتېدو ده او د ۱۳۹۶ کال په پرتله په ۱۳۹۷ مالی کال کې د ښځینه مراجعینو شمېر د پام وړ یعنې ۴۲ سلنه زیات شوی دی.

سرچینه لیکی: ((د ښځو مراجعینو د کچې زیاتېدل ښیی چې له یوې خوا په ټولنه کې د ښځو د ګډون د کچې د زیاتېدو لپاره د کابل د سیمه ییز دفتر هڅې اغېزمنې وې او د دوی د عدالت غوښتنې او حضور لامل شوې او له بلې خوا بیا د افغانستان د بشری حقونو کمېسیون او بشری حقونو د معنا په برخه کې د ښځو د معلوماتو کچه زیاته شوې او دغه راز بشری حقونو په برخه کې خدمتونو ته د ښځو لاسرسی زیات شوی دی.))

کمېسیون ویلی چې په ۱۳۹۷ کال کې د کمېسیون د کابل له سیمه ییز دفتره د لیدو په اړه د پوهنتونو او انسټیټیوټونو ۸۴۵ زده کړیالانو ته زده کړې ورکړې چې له دې ډلې ۸۴۴ ښځې او یو نارینه وو.

په شخصی پوهنتونونو کې د بشری حقونو مضمون تدریس

په راپور کې راغلی، د بشری حقونو مضمون تېر کال د یوې هوکړې له مخې په کابل کې په ګوهر شاد، باختر، کاتب، استقلال او زوال شخصی پوهنتونونو کې تدریس شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په ۱۳۹۷ کال کې له یادې ښونیزې لارې ۶۷۱ کسانو (۱۹۶ نجونو او ۴۷۵ هلکانو) ته د بشری حقونو مضمون په عملی توګه تدریس شوی دی.

د بشری حقونو په اړه د بېلا بېلو برخو د کارکوونکو او مسوولانو د پوهاوی کچې لوړېدل

په راپور کې راغلی چې ۲۵۶ کسانو چې ۶۴ ښځې او ۱۹۲ سړی په کې شامل دی، د بشری حقونو د مفاهمو، اصولو او موازینو په اړه زده کړې لیدلې دی.

سرچینه لیکی، په هغو کسانو کې چې په دغه پروګرام کې یې زده کړې لیدلې، قاضیان، څارنوالان، مدافع وکیلان او حقوقی مساعدین، د بشری حقونو مدافعین، د مشرانو جرګې کارکوونکی او د رسنیو غړی شامل دی.

دغه راز د بشری حقونو کمېسیون د معلوماتو پر اساس، ځینو کسانو ته د لس ورځنیو کورسونو او سیمینارونو له لارې هم روزنه ورکړل شوی دی.

په راپور کې راغلی چې کمېسیون تېر کال د امنیتی او دفاعی منسوبینو لپاره چې ۱۰۲ ښځې او ۳۳۸ سړی په کې شامل وو، ۴۱ روزنیز ورکشاپونو جوړ کړی دی.

د راپور پر اساس، ۵۶۳ سړیو او ۴۵۳ ښځو ته د کنفرانسونو له لارې د بشری حقونو په اړه معلومات ورکړل شوی دی.

د ماشومانو او معلولینو د حقونو په برخه کې د عمومی پوهاوی پراختیا

سره له دې چې د ماشومانو د حقونو په برخه کې بېلا بېلو بنسټونو کارونه کړی خو د کورنیو او ټولنې د پوهاوی د کمزورتیا له امله د ماشومانو حقونه تر پښو لاندې کېږی او د دوی بشری حقونو ته لازمه توجه نه کېږی.

کمېسیون دغه کار د اندېښنې وړ بللی او لیکلی یې دی، د کابل دفتر د ماشومانو د حقونو د ملاتړ او پراختیا برخې په ۱۳۹۷ کال کې د ښوونځیو ښوونکو او زده کوونکو، د ماشومانو د مرکزونو مسوولینو، روزنیتونونو، ښځو، زده کړیالانو او نورو کسانو ته ۲۴ ښوونیزې غونډې جوړې کړې وې.

په راپور کې راغلی، له دې لارې د بشری حقونو په اړه د ۴۷۷ ښځو او ۳۹۸ سړیو د پوهاوی کچه لوړه شوې ده.

سرچینې روښانه کړې چې د دغه کمېسیون د پروګرامونو له لارې ۳۱۷ معلولو ښځو او ۵۱۰ سړیو ته د بشری حقونو د مسایلو په اړه پوهاوی ورکړل شوی دی.

ننګونې

په یاد راپور کې د نا امنۍ او وسله والو بریدونو دوام، ناسم رواجونه، افراطی فکرونه او بنسټ پالنه د کابل دفتر تر پوښښ لاندې سیمو کې د بشری حقونو په اړه د پوهاوی ورکولو او ښوونیزو پروګرامونو د عملی کولو پر وړاندې عمده ستونزې بلل شوې دی.

سرچینې لیکلی: ((یوه عمده ستونزه چې د کابل سیمه ییز دفتر تل د ښوونیزو پروګرامونو پر مهال ورسره مخ وی، له دینی زده کړو په افراطی برداشت بشری حقونو خلاف طرحې دی. زیاتره هغه کسان چې دغه بحث کوی، له دینی اړخ او بنسټ پالنې بحث ته دننه کېږی، له دې امله بشری حقونه د دین ضد پدیده ګڼی. البته د بشری حقونو په اړه له ژور فهم وروسته دغه ستونزه له منځه ‎ځی؛ ځکه د بشری حقونو د موازینو او د اسلام د مبارک دین د مقدسانو ترمنځ  توپیر نشته، بسنه کوی چې د پوهاوی کچه لوړه شی.))

وړاندیزونه

کمېسیون د بشری حقونو د ښه کېدو لپاره له رسنیو سره د هوکړه لیکونو د لاسیک له لارې د بشری حقونو د مفاهمو د خپرېدو لپاره د زمینې برابرول، د پوهنتونو زیات شمېر محصلینو ته د زمینې برابرول، د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو په درسی نصاب کې د بشری حقونو مضمون د ځای پر ځای کولو د عملی کېدو وړاندیز کړی او له وزارتونو یې غوښتی چې په دې برخه کې لازم تدابیر ونیسی.

سرچینې ښوونکو ته د بشری حقونو په اړه د روزنې په ورکولو د ټینګار تر څنګ د بشری حقونو په اړه د نه پوهاوی ستر لامل بې سوادی بولی او وړاندیز کوی چې د هېواد نالوستو کسانو ته د سواد زده کړو معینیت له لارې په ساده ژبه د بشری حقونو په اړه د ډېرو زده کړو زمینه برابره شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112827

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *