په کابل کې د بریټانیا نوۍ سفیرې په کار پیل وکړ

  • خپرول: ۲ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 117427

د هېواد بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په کابل کې د بریټانیا نوۍ سفیرې دې وزارت ته خپل باور لیک وړاندې کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلی چې د انګلستان نوۍ سفیرې مېرمن الیسن ماری بلیک د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین ربانی سره لیدنه کړې ده.
مېرمن بلیک په دې کتنه کې افغانستان د بریټانیا لپاره د ارزښت وړ بللې ده.
د یادونې وړ ده چې مېرمن بلیک په کابل کې د بریټانیا پخوانی سفیر نیکولاس کی پرځای ټاکل شوې ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=117427

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *