په کابل کې جهادی مشرانو د نیمه لوڅو چینایی نجونو د نڅا ننداره وکړه

  • خپرول: ۸ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 87008


Fb-Button

تاند – په پلازمېنه کابل کې هغه جهادی مشران د نیمه لوڅو چینایی نجونو د نڅا نندارې ته ناست وو چې ویل کیږی نژدې څلور لسیزې وړاندې یې په افغانستان کې د اسلامی احکامو د ماتېدا په پلمه «جهاد» پیل کړ او د میلیونونو افغانانو وژلو ته یې لاره هواره کړه.

په ټولنیزو رسنیو خپاره شوی عکسونه ښیی، چې د حضرت صبغت الله مجددی، انجنیر محمد خان، محمد محقق، محمد سرور دانش په شمول د افغانستان یو شمېر جهادی مشران په کابل کې د چین سفارت په ودانۍ کې د نجونو د نڅا نندارې ته ناست دی، او په یوه بل عکس کې د چین د سفارت چارواکو سره یوځای کېک پرې کوی.

ویل کیږی چې حضرت صبغت الله مجددی څلور لسیزې پخوا په افغانستان کې د وخت د نظام پر ضد د جهاد اعلان کړی وو او بیا چې دغه جهادی سلسله د ګاونډی هېواد پاکستان د استخباراتو له خوا سپانسر شوه، نو په بېلابېلو قسطونو کې تر اوسه پورې روانه ده او افغانان په کې ووژل شول، معیوب او معلول شول، کډه کولو او ان له بدې ورځې او د خپلو سرونو د امن کولو لپاره د دین پرېښودلو ته مجبور شول.

د ټولنیزو رسنیو کارکوونکیو د جهادی مشرانو له خوا په دغسې پروګرام کې برخه اخیستنه شرموونکې او د خندا وړ بللې ده او ګڼ شمېر کسانو پرې خپل نظرونه لیکلی دی.

ثواب الدین مخکښ لیکلی، « هغوی چې د #کمونیزم د ماتولو تاوان تر نن پورې له موږ څخه اخلی او هرڅه یې د #جهاداو #مقاومت په نوم #غصب کړی. نن د #چین په سفارت کې په #کابل کې کمونیزم په پوره شاندارو مراسمو کې ولمانځلو.
#جهاد
#مقاومت»

انجنیر رحمت الله احمدزی لیکلی، « حضرت صاحب او نور قومندانان دې په مزو کې وی!

د چین سفارت زموږ مشران په تېره اخېره په غلطو لارو آموخته کوی، چینایان غواړی چې دوى له جنت نه لیرې او دوزخ ته نږدې کړی.»

عاشق الله رحیمزوی په نېش لرونکیو الفاظو لیکلی، « ډیرو خلکو دا تصویر شریک کړی او په جهادی مشرانو یې انتقادونه کړی خو اصلی خبره هیچا هم نده کړې. خبره دا ده چې چینایانو زمونږ مشران غولولی دی. دوکه یې ورکړې. د غونډې لپاره بلن لیک یوازې په ماندرین یعنې چینایی ژبې لیکل شوی و او ترجمه یې ورسره نه وه او دوی هم په پټو سترګو منلې وه. تاسو وګورئ چې زمونږ مشرانو د نڅا پر وخت سترګې ټیتې نیولې او استغفار او تو لعنت په شیطان شه زمزمه کوی. دا خارجیان ډیر بد خلک دی د پخوا په شان هر وخت زمونږ دا ساده ګان مشران غولوی.»

هاشم ناصری لیکلی، « د خپل هیواد او ولس په ضد یی جهاد وکړ او اوس د چنایی رقاصو په وړاندی مقاومت کوی.»

حکمت الله کلیوال خپل درد داسې شریک کړی، « ویل یې که موږ جهاد کړئ نه وای نن به ستاسو د نوم سره اوف لیکل کیدو په دغه خره منطق یې واخیست ۷ میلیون مسلمانان یې شهیدان کړه مګر اوس هغه جهادیان نایټ کلپ کې شپې تیره وې.»

همت ټینګار د محمد تنها لیکنه را اخیستې او لیکلی یې دی، « ستور پېژندونکو به ویل چې د بیګ بنګ په زمانه کې زېږېدلی ازرت صاب به حتمأ یوه ورځ د کمونیزم پر وړاندې د خپل ۱۴ کلن جهاد مېوه د کمونیست چین په سفارت کې خوری. خدای ج وعده کړې چې خپل مخلص او مجاهد بندګان به همیشه نازوی. تاسو به د خدای ج له کوم، کوم نعمت څخه سترګې پټې کړئ؟! محمد تنها»‌

خو د طاهر ساپی له لیکنې نه د جهادی مشرانو د ملاتړ بوی راپورته کیږی، او لیکی، « چې ته مېلمه یې او کوربه پرتوګ باسی په دې کې ستا څه ګناه ده؟»

۲ total views, 2 views today

اړوند مطالب


د خوست د موسی خېل ولسوالی مشرانو د نجونو د تعلیم مخنیوونکو ته جریمه وټاکله


د جهادی او ملی ګوندونو شورا د عطا نور خلاف د قانون د تطبیق غوښتنه وکړه


یو شمېر پخوانیو جهادی مشرانو د تېر حکومت چارواکو د ثبات او ساتنې په نوم شورا جوړه کړه


کرزی له پخوانیو جهادی مشرانو وغوښتل چې کاندیدان جوړجاړی ته وهڅوی

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87008

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *