په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبو کچه تر ۱۲ مترو لوړه شوې

  • خپرول: ۳۱ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 113638

یوه نوې ارزونې ښودلې چې په کابل کې د اوبو کچه له ۲ تر ۱۲ مترو پورې لوړه شوې. د اوبو او برېښنا وزارت یې لامل ورستی ورښتونه بولی او وایی په ډېرو ولایتونو کې د اوبو کچه لوړه شوې او ډېر ژر به یې شمېر خپور شی.
حکومت مخکې تردې په ځینو لویو ښارونو په ځانګړې توګه کابل کې د اوبو کچې ټیټېدو او د وضعیت کړکېچن کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.
وروستی ورښتونه او د سېلابونو راوتل د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سر او مال زیان اړولی دی، خو تر ځمکې لاند د اوبو کچه یې لوړه کړې ده.
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت سږنی ورښتونه شاوخوا ۱۶۰ میلیمتر یا د تېر کال پرتله شاوخوا پنځه برابره ډېر اټکل کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=113638

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *