په “ډمه او خبریال” کې سیکسی بیان | عصمت الله صالح

  • خپرول: ۷ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 79810


Fb-Button

زموږ په کره‌کتنه کې د ضعف ډېر عظیم ټکی دا دی، چې د نقد پر مهال د لیکوال/ شاعر تخلیق وار له واره په مهذبو افکارو کې شمېرو او د دې ستر هنر د تظاهر په لومړیو شېبو کې وایو: ((ښه کیسه ده یا ښه شعر دی؛ خو ځینې ستونزې لری چې…))

که دې جملې ته ځیر شو او له څو شېبو غور وروسته یې ټوټه- ټوټه کړو، ممکن د کره‌کتنې نازک چوکاټ ته مو ستر زیان رسولی وی او ټول‌منلو اصولو ته په ژمنتیا مو یې پر همدې اصولو پښې اېښې وی، ځکه د دې قضاوت ریښې ته هېڅکله د انسان محدود فکر نه‌شی رسېدای. موږ چې د نقد پر مهال له ستونزو ډک پنځ ته لومړی “ښه” ووایو او بیا یې له “خو”وروسته پر نمیګړتیاوو د قلم څوکه ږدو، په اصل کې د “ښو” په مطلقیت کې عدمه استثنا لټوو. ځکه په “ښو” کې د بدو ځای نه‌شته او “ښه” باید ترپایه ښه وبلل شی.

خبره مې پر (ډمه او خبریال) ناول کوله. زه پر دې ناول د کره‌کتنې په پیل کې د “ښه” کلمه نه کاروم، نه لیکم چې (ډمه او خبریال) ښه ناول دی، بلکې د دې پر ځای لیکم چې دا د پوهنتون ځوان استاد محبوب شاه محبوب لیکلی او د یوې انسانی ډلې له هغه کړنو یې پرده پورته کړې، چې په ټولنه کې د انسانیت مراندې پرې کوی. په کیسه کې خوبۍ او کمزورۍ دواړه شته، چې په ترتیب سره به پرې خبرې وکړو.

ډمه او خبریال مو له هېواده بهر د یوې ډلې هغه نجونو ژوند ته بیایی، چې د نجس مجبوریت په زولنو تړلې او د خپل عزت په خرڅلاو بوختې دی. د ناول کرکټر خبریال دی او په دې ډله کې له یوې نجلۍ سره بشپړه مرکه کوی. د دې نجونو پر ژوند له خبرېدو وروسته هڅه کوی چې د خالق دغه مجبور مخلوق ته د نجات لار وښیی او په خپل مالی تاوان یې د مهذبیت لور ته ټېل وهی؛ خو بخت یې ملګرتیا پرېږدی او پخپل کار کې له یو څو بریاوو وروسته تر زندانه رسی.

له یادونې سره سم په (ډمه او خبریال) کې ښې او بدې نقطې دواړه شته، لومړی یې پر ارزښت خبره کوو:

ناول مو د هغه پېغلو له ژوند خبروی، چې د مجبوریت له امله بدکارۍ او بدلمنۍ ته مخه کوی او د پردو سړو په غېږه کې جنسی غریزه سړوی. که ځیر شو دا ډول پېښې یوازې تر هغه خاورې نه دی محدودې، بلکې د نړۍ د نننی تحول پر اساس یې په ډېرو هېوادونو کې شتون منو. د (ډمه او خبریال) ناول یو ارزښت په همدې کې دی، چې موږ د دې انسانانو پر ژوند خبروی، ټولنې ته یې  مجبوریت څرګندوی، د دوی پر وړاندې د ناخبرو کسانو مفکورې تغییروی، زموږ او یا د بلې ټولنې افرادو ته درس ورکوی او له دې غیر انسانی اعمالو د خلاصون چل ور زده کوی.

په ناول کې بیان شوو پېښو ته په کتو، زموږ په ټولنه کې هم ډېرې داسې کیسې او پېښې لیدل کېږی؛ خو تفکیک یې دا دی، چې دلته بیا تر ډېره عزت د انسان پر ځای په مرګ پلورل کېږی. نجونې په بدو کې ورکول زموږ د ټولنې هغه بد دود دی، چې د دې انسانانو ژوند د مرګ او جنونیت په خوله کې اچوی.

له دې سربېره منظم کرکټرونه، د پېښو منظم تسلسل، متحرک تصویرنه او… هم د (ډمه او خبریال) په خوبیو کې شمېرلای شو.

اوس راځم د ناول هغه ټکو ته، چې په نقد کې ورته نیمګړتیاوې او بدګڼې وایی.

په (ډمه او خبریال) کې ډېرې صحنې لوڅې دی، چې موږ یې په دې ناول کې د نیمګړتیا پر ځای بدګڼه بللای شو، ځکه نیمګړتیا د ناول تر چوکاټه اړونده وی؛ خو بدګڼه بیا د کیسه‌ییز ادب پر روح کې موندل کېږی.

که نننی نسل ته ځیر شو او د نړۍ پر دې تحول غور وکړو؛ نو داسې ویلای شو، چې په دې ناول کې د ډېرو پېښو سکسی بیان ته چندان ضرورت نه لیدل کېږی. دا سمه ده چې دا یو حقیقت دی او حقیقت باید په حقیقی بڼه بیان شی؛ خو که څه ناڅه د انسان فطری شهوانی ځواک او معاصر ذهنیتونه په نظر کې ونیول شی؛ نو د قلم له نوکه به مو د اخلاقی تورو څڅېدل ډېر اسانه وی.

زما د لید زاویه به بالکل سمه وی، زما اقتباس به په تمامه مانا درست وی؛ خو په ټولنه کې داسې افراد هم کښته- پورته کېږی، چې د دې او دېته ورته کیسو مطالعه یې یوازې د ساتېرۍ او وخت‌تېرولو په پار وی او څومره چې د دې مظلوم بشر پر وړاندې له غیر اخلاقی زورواکو متنفره کېږی، همدومره د غیر اخلاقی ذوق په بحر ور ګډېږی.

له دې سربېره په ناول کې د متن ځینې تخنیکی ستونزې هم لیدل کېږی، چې له بده مرغه په درېیم چاپ کې هم ورته لیکوال او خپرندویې ټولنې چندان پام نه دی کړی.

اړوند مطالب


راپورتاژ لیکنه/ عصمت الله صالح


په کیسه کې د نوم تلوسه / عصمت الله صالح


د خړو سترګو خبریال شاعر کډه سو! / عصمت الله زهیر پښین


د بیان آزادی/ عصمت الله بهیر

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=79810

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *