په څېړنه کې د ماخذ ښودنې ارزښت | پوهنیار سیداصغر هاشمی

  • خپرول: ۴ حوت ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 46619


Fb-Button

د څېړونکی او څېړنې لپاره مواد او منابع ضروری دی او د یوې ښې څېړنې لپاره د زیاتو ماخذونو مطالعه مهمه ده. زما د مقالې یوازنی هدف په څېړنه کې د ماخذ ښودنې د ځینو ستونزو د حل لارو چارو لپاره ده، کله کله د ځینو پوښتنو سره مخامخېږم، نو نن دی ته اړ شوم چې د حل په لارو چارو یې بحث وکړم، لکه:

ـ په څېړنېزې لیکنې کې د ماخذونو شمېر څومره مهم دی؟

ـ بې ماخذه لیکنې ته څېړنه ویلای شو او کنه؟

ـ د عمر او پوهې په لحاظ دکم عمرو څېړونکیو له ماخذه ګټه اخېستلای شو او کنه؟

ـ د ماخذونو ډېروالی لیکنې ته قوت ورکولای شی او کنه؟

ـ د ماخذ ښودنه او که  نه ښودنه کسر شان دی؟

ـ په ماخذ ښودنه کې د صداقته کار اخلو او کنه؟

ـ په ماخذ ښودنه کې له امانت دارۍ کار اخلو او کنه؟

ـ په متن کې د  ماخذونو نه ښودنې ستونزې.

ـ د یو اثره څو ځله د ماخذ په ډول ګټه اخېستلای شو؟

ـ په ماخذ ښودنې کې د کوم ډول سبکه ګټه واخلو؟

ـ د ماخذ ښودنې په برخه کې د څېړونکی اجازه مهمه ده او کنه؟

پورتنیو پوښتنو وهڅولم چې لیکنه وکړم او خپل نظر وړاندې کړم. مخکې له دې چې د پورته پوښتنو ځوابونو ته لاړ شم د ماخذ په اړه لنډې خبرې کوم:

ماخذ په عربی کې د اخېستنې ځاى ته وایی، چې یو شمېر پښتو لیکوالو همدغه د اخېستنې ځاى یا اخیستنځى لنډ کړ او (اخځ) یې ترې جوړ کړى دى، نو ماخذونه، لکه: کتابونه، تحلیلی او څېړنیزې مقالې، رسالې، تېزسسونه، ډیزرټیشنونه، مونوګرافونه، ژورنالونه، کانفرانسونه، انټرنیټ، دایره المعارفونه، قاموسونه، ژوند لیکونه، بېلا بېلې ورځپاڼې، چارتونه، د بېلا بېلو کلونو درسی کتابونه او بېلا بېلې خپرونې ماخذونه او منابع دی. (۱)

د پورتنیو ټولو ځایونو څېړونکی د ماخذ په ډول ګټه اخېستلای شی، خو څېړونکى باید په ماخذونو کې بنیادی او ثانوی مواد معلوم او په اثارو کې اول لاس منابعو ته زیات ارزښت ورکړی او په انټرنیټ کې انسایکلوپیډیاوو ته.

ماخذد څېړنیز کار ارزښت لوړوی او دا په ډاګه کوی، هغه څه چې په څېړنیزې لیکنې کې راغلی دی، بې بنسټه نه دی، همدا راز د یوې تحقیقې موضوع اړوند دا په ډاګه کوی چې څېړونکى په خپلې څېړنې مسلط و، د نورو د کارونو له نتیجو بشپړ خبر و، په همدې ترتیب ماخذ ښودنه د نورو د حقونو درناوى دى او ماخذ لیکنه له نورو څخه د معلوماتو په پوره کولو سره خپلې لیکنې ته اعتبار ورکول دی. (۲)

اصول تحقیق کې ډاکټر عبدالحمید عباسی د ډاکټر سلطانه بخش په حوال د ماخذ په هکله هر اړخیزې خبرې کړی دی چې د موضوع د شرایطو سره سم د کار خبرې دلته راوړم: ژباړه:

(ماخذ هغه اثارو ته ویل کېږی چې د تحقیق په جریان کې لیکوال ترې استفاده کړی وی او خپل کار یې د همدغو اثارو په واسطه تکمیل کړی وی. ماخذونو ته منابع او مراجع هم ویل کېږی.)(۳)

د ماخذونو اهمیت او ارزښت نه هېڅ محقق سترګې نه شی پټولى، یوه څېړنیزه لیکنه د هغې لیکنې سره چې څېړنه نه وی، د ماخذونو په راوړلو بېلولى شو، محقق باید په خپلې لیکلې موضوع کې ماخذونه په خپل ځاى استعمال کړی، د ماخذونو او منابعو د اهمیت په باب داسې راځی:

۱. پرته له ماخذونو نوی حقایق رامنځته کېداى نه شی.

۲. له ماخذونو پرته کره او سمه څېړنه نه شی تر سره کېداى.

۳. له ماخذونو پرته د کتابونو د فهرستونو، د متونو د تصحیح، تدوین، تعلیقات، د اقتباسونو او د احوالو لیکلوغوندې څېړنیز ګامونه اوچتول شونې نه ده.

۴. له ماخذونو پرته په څېړنې کې جعل کاری یا ادبی غلا نه شی معلومېداى.

۵. له ماخذونو پرته د پخوانیو معلوماتو او روایاتو ترلاسه کول ممکن نه دی.

۶. د ماخذونو او منابعو پرته د دوو څېړونکو او پوهانو نظریواو افکارو ترمنځ تقابلې جاج اخیستلو کار اسان نه دى.

۷. ماخذونه د څېړنې لپاره حتمی دی او بې ماخذه لیکنې ته هېڅکله څېړنه نه شو ویلى.

۸. ماخذونه څېړنې ته ارزښت ورکوی او کره والى یې ثابت کېداى شی.

له ماخذونواو منابعونه استفاده د یوې څېړنیزې موضوع د پلټنو لپاره یو اساسی اصل دى. (۴)

اوس نو د موضوع د اوږدوالی لپاره د پورتنیو پوښتنو ځوابونه وړاندې کوم:

په څېړنېزې لیکنې کې د ماخذونو شمېر څومره مهم دی؟

په څېړنیزه لیکنه کې ماخذ ښوده اساسی اصل دی، څېړنیزه لیکنه له نورو عادی لیکنو او یا رسمی، علمی او اکاډمیکې مقالې له غیر رسمی مقالو څخه د ماخذونو په راوړلو بېلولای شو. که یوه لیکنه هر څومره قوی وی، خو ماخذونه پکې نه وی، د څېړنې د لارو چارو او د تحقیق د نویو آرونو په نظر کې نیولو سره دا یوه علمی ستونزه او لیکوال ته تیروتنه ده.

په لیکنه کې د لیکوال خپلې خبرې او نظریات او د نورو لیکوالو نظریات او افکار د همدغې ماخذونو په راوړلو او ښودلو سره بېلولای شو.

کله کله پوهنتونونو او ځینو نورو ځایونو کې څېړونکیو ته د ماخذونو شمېر ټاکل کېږی او یا په مقاله لیکنو کې د ماخذونو د شمېر یادونه کېږی چې په حقیقت کې دا سم کار نه دی، ډېر ماخذونه لیکنې ته قوت نه ورکوی، بلکې د لیکوال تحلیل او تفسیر څېړنیزې لیکنې ته ځواک ورکوی. په حقیقت کې علمی حقایق خپله خبرې نه کوی او نه په ډېرو ماخذونو کې دا صلاحیت شته، خو د لیکوال ژبه او علمی قوت او صلاحیت دی چې لیکنه تلپاتې کېږی.

په څېړنیزه لیکنه کې ماخذونو راوړل اړین دی، خو دا چې شمېر یې قید شی او یا په یوې لیکنې کې د ماخذونو لوی فهرست جوړ وی، خو د لیکوال خبرې پکې کمې وی، نو له داسې ډېرو ماخذونو هغه کم ماخذونه مهم دی، چې د لیکوال خبرې واضحې او څرګندې وی.(۵)

بې ماخذه لیکنې ته څېړنه ویلای شو او کنه؟

د پښتو ژبې څېړنې په ابتدایی حالت کې دی، په نړیواله کچه ټولنیزې پوهنې لوړ څېړنیز مقام لری، هلته که څېړنیزه لیکنه ماخذ ونه لری، د څېړنې تر سرلیک لاندې نه راځی، نو له همدې امله که یوه لیکنه څومره ښه وی، خو د ماخذونو ګټه اخېستل شوې نه وی، د څېړنې تر عنوان لاندې راتلای نه شی. د څېړنې یوه اساسی خبره د ماخذونو ګټه اخېستل، په خپل خپل ځای ښودل او د ماخذونو ارزیابی ده. لنډه دا چې بې ماخذه کتاب، رساله، مونوګراف، تیزس، مقاله او داسې نور څېړنیز جوړښتونه د څېړنې تر سرلیک لاندې راتلای نه شی.

ځینې لیکوال خورا ښې مقالې لیکی، خو لیکنې یې ماخذونه نه لری، چې د څېړنې د بنسټونو په نظر کې نیولو سره دې لیکنو ته غیر رسمی لیکنې ویلای شو، خو علمی او اکاډمیکې لیکنې ورته ویلای نه شو.

د عمر او پوهې په لحاظ کم عمره څېړونکی له ماخذه ګټه اخېستلای شو او کنه؟

که د څېړونکی عمر کم وی او یا د څېړنې تجربه یې کمه وی، خو د تحقیقاتی کارونو سره یې مینه او رغبت وی او د عمر او پوهې په لحاظ پیاوړی څېړونکی یې له اثارو ګټه واخلی کوم عیب نه دی، عیب هغه غرور دی چې د ځوان څېړونکی له کتابه ځکه ګټه نه اخلی چې دی یو وخت شاګرد وه او یا د عمر په لحاظ کوچنی دی.

د نړۍ ټول شیان په تکامل کې دی، انسان هم په بېلا بېلو وختونو کې ظاهری او باطنی رغښت په نظر کې نیولو سره تغیر کوی، نو د نن ورځې ځوان او نوی څېړونکی به یو وخت پیاوړی محقق وی، په نړۍ کې لویو پوهانو او په ځانګړی ډول څېړونکیو د طفولیت دوره تیره کړې ده، خو نن پیاوړی او مشران څېړونکی دی.

یوه ورځ په مجلس کې د څو دوستانو سره مخامخ شوم، د پېژندنې وروسته یو ځوان راته نږدې شو، راته یې وویل: زه (فلانی) یم، ته په خپل(فلانی) اثر کې زما د مونوګرافه د ماخذ په ډول ګټه اخېستې وه، دا زما لپاره افتخار وه چې د ځوان څېړونکی له ماخذه مې استفاده کړې وه او ځوان لیکوال ته یوه روحیه وه چې اینده کارونو ورکړی.

د ځوانو لیکوالو د اثارو ګټه اخېستنه د دوی د هڅونې لامل کېږی او په اینده کې ورسره دا هیله پیدا کېږی چې زه هم یو څوک یم او اینده کې خپل کار ته دوام ورکولای شم.

یوه ورځ مې واورید چې د یوې لیکنې لارښود څېړونکی ته ویلی وه چې د(فلانی) له اثارو د ماخذ په ډول ګټه به نه اخلې، په علم کې شخصی اغراض، تنظیمی، قومی، مذهبی او ژبنی اختلافات او داسې نور لسګونه خبرې په څېړنه کې ځای نه لری.

د ماخذونو ډېروالی لیکنې ته قوت ورکولای شی او کنه؟

که چېرې په یوې لیکنې کې له ډېرو کره او اول لاس ماخذونو ګټه اخېستل شوې وی او په مقابل کې بل څېړونکی له کمو ماخذونو ګټه اخېستې وی، د دواړو علمی او اکاډمیک کار د څېړنې د لارو چارو پر اساس یو شان مخکې تللی وی، نو دلته هغه څېړنه کامیابه ده چې له ډېرو ماخذونو استفاده شوې ده، ځکه چې د ډېرو ماخذونو استفاده د  دې لامل کېږی، چې ډېر کتابونه ولولې او په انتقادی نظر ورته وګورې، په یوې موضوع د ډېرو پوهانو له نظریاتو او افکارو سره مخامخېږی او همدارنګه د هر څېړونکی د نظر سره خپله نظر او فکر ورسره یو ځای کوې، خو که ماخذونه ډېر وی او ټول نظریات را ټول شوې وی، خپل نظر او فکر پکې نه وی، خو په مقابل کې بل څېړونکی له کمو ماخذونو ګټه اخېستې وی او لیکنه یې د څېړنې د لارو چارو پر اساساتو برابره وی، نو دلته بیا د ماخذونو کمیت مهم نه دی، بلکې د څېړنې کیفیت مهم دی.

په څېړنې کې ډېر ماخذونه په هغه وخت کې لیکنې ته قوت ورکوی چې څېړنه له پیله تر پایه د څېړنې مېتودولوژی په نظر کې نیولو پیل او پای ته رسېدلې وی او که داسې نه وی نو بیا د ډېرو ماخذونو راوړل څېړنې ته قوت ورکولای نه شی.

د ماخذ ښودنه او که  نه ښودنه کسر شان دی؟

د څېړنې لپاره ماخذ ښودنه مهمه ده، ماخذ لیکنې ته قوت ورکوی، په لیکنه کې د جعل کاری مخه نیسی، لیکنې کې ادبی غلا ښکاره کوی او داسې نورې ښېګڼې لری.

د نړۍ لویو پوهانو د نورو پوهانو له اثارو د ماخذ په ډول ګټه اخېستې ده، ټولو اسلامی څېړنو ته قران کریم او نبوی احایث د اول لاس ماخذونو په ډول د ګټې اخېستې وړ وه. په لیکنه کې د ماخذونو ښودنه د څېړونکی لپاره عار نه دی، خو دا ورته کسر شان دی، چې د څېړونکی له اثره ګټه اخېستل شوې وی، خو ښودل شوې نه وی، دا د لیکوال معنوی ملکیت او دارایی ده چې بل لیکوال یې باید غلا نه کړی، خو دا حق ورنه اصل لیکوال نه شی اخېستلای چې له کتابه یې ګټه اخېستل شوې وی او ځای ځای ښودل شوې وی، خو بیا هم څېړونکی په قهر وی چې ولې یې له ماخذه استفاده شوې ده.  

کله کله داسې هم کېږی چې څېړونکی کتاب لیدلی نه وی، د بل کتاب نه ماخذونه ښیی، چې دا هم یوه ستونزه ده او په ځینو ځایونو کې زه ورسره مخامخېږم. څه موده مخکې یو څېړونکی سره مخامخ شوم، ده د تاریخ مرصع له ماخذه ګټه اخېستې وه، ما ورته وویل چې تاریخ مرصع به څو مخه وی، ده په زغرده وویل: سل مخه کتاب دی.

په ماخذ ښودنه کې د صداقته کار اخلو او کنه؟

څېړونکی باید په څېړنه کې له صداقته کار واخلی او د ماخذ ښودنې په برخه کې یوه کرښه هم باید ځای ځای وښودل شی، دا د اصل لیکوال حق دی او څېړونکی باید دا کار وکړی، بیا هم د دې خبرې یادونه اړینه ده چې ټولې غیر علمی خبرې باید پریښودل شی، بلکې د څېړنې د اصولو پر اساس دې ماخذونه وښودل شی.  

په ماخذ ښودنه کې له امانت دارۍ کار اخلو او کنه؟

ماخذونه ځای ځای ښودل، ماخذ ښودنه کشر شان نه ګڼل، د ځوانو لیکوالو د ماخذونو استفاده کول، د هر لیکوال نظر ته احترام درلودل او داسې نور مسایل په امانت دارۍ کې راځی. په لیکنه کې یوه کرښه بې ماخذه راوړلای نه شو، د کتاب یوه برخه او یا ټول کتاب د څېړونکی مال دی، د دې مال مالک یې اصل لیکوال دی.

په متن کې د  ماخذونو نه ښودنې ستونزې.

کله کله د ځینو داسې اثارو سره مخامخېږم چې د ماخذونو یو لوی فهرست یې په پای کې راوړې وی، خو په متن کې یې یادونه شوې نه وی، دلته یوه لویه ستونزه همدا ده چې داسې لیکوال د څېړنې د لارو چارو سره سم بلد نه وی، نو ځکه په متن کې ماخذونه نه ښیی. په متن کې د ماخذونو ښودنه حتمی ده، که په متن کې ماخذونه ونه ښودل شی او د کتاب په پای کې راغلې وی، دا د ماخذ ښودنې په برخه کې لویه ستونزه ده او دا لیکنې د څېړنې تر سرلیک لاندې راتلای نه شی.

په یو مخ کتاب کې د پنځو بېلا بېلو ماخذونو او نظریاتو ګټه اخېستلای شو او همدارنګه د دې یو مخ د پنځو ماخذونو د فکرونو منل او نه منل د اصل څېړونکی دنده ده او همدارنګه خپل نظر راوړل هم یوه اساسی مسله ده، که چېرې په متن کې ماخذونه نه وی، نو څنګه کولای شو، چې پوه شو، د کتاب اصل متن د کوم لیکوال دی، په کتاب کې بېلا بېل نظریات د چا دی، ایا د کتاب په پای کې چې کوم ماخذونه راغلی دی، په اصل متن کې څومره صدق کوی، نو په متن کې د منابعو ښودنه مهمه ده. (۶)

د یو اثره څو ځله د ماخذ په ډول ګټه اخېستلای شو؟

زما دخپل مطالعې له مخې تر اوسه پورې په پښتو، فارسی او اردو ژبو څېړنیزو اثارو کې د دې خبرې یادونه نه شته چې د یو اثره په څېړنه کې څو ځله ګټه اخېستلای شو، خو د یوې خبرې یادونه اړینه ده، چې د یوه کتابه ډېره برخه اخېستل سم کار نه دی، که د یو ماخذه ډېره ګټه واخېستل شی، نو حتمی به اثر د لیکوال نظریات په تکراری ډول په لیکنه کې راوړو، دا چې دا نظریات په حاضر اثر کې شته، نو په تکراری ډول راوړل به یې سم نه وی، خو که په علمی مهارت او قوت له یو اثره څو ځله په بېلا بېلو مخونو کې ګټه واخېستل شی او همدارنګه د لیکوال نظریات پکې وی او د اقتباس د لارو چارو سره څېړونکی اشنا وی، نو په داسې مواردو کې امکان لری، خو بیا هم د تامل وړ خبره ده.

ماخذ ښودنه کې کوم ډول سبکه سم دی؟

ماخذ د اخېستنې ځای ته وایی، هر څېړونکی د خپل ذوق او د وخت د دود په نظر کې نیولو سره ماخذونه په متن او پای کې ښیی، چې دا ټول سم دی او یو ته سم او بل ته ناسم ویل به سمه نه وی.

د لوړو زده کړو وزارت د افغانستان پوهنتونی علمی رتبو لپاره یو ډول ماخذ ښودنه(ای پی ای) سیستم په متن او پای کې لارښوونه کوی، چې باید علمی شی، خو نورو سبکونو ته هم ناسم ویلای نه شو.   

د ماخذ ښودنې په برخه کې د اصل څېړونکی اجازه مهمه ده او کنه؟

ماخذ ښوده د څېړونکی حق دی، دی کولای شی چې اول لاس(بنیادی) ماخذونه معلوم او ترې ګټه واخلی او یا د انلاین دایرت المعارفونو(انسایکلوپیډیاوو) نه استفاده وکړی، په دې صورت کې د څېړونکی حق دی چې د کوم اثره ګټه اخلی، خو د ماخذونو ارزیابی او هر ماخذ ته په انتقادی نظر کتل چې کار یې ناسم نه وی، د څېړونکی دنده ده.

څېړونکی چې د کومو څېړونکیو له اثارو ګټه اخلی، هغوی هم د نورو لیکوالو د څېړنیزو اثارو استفاده کړې ده، نه هغو ته د اجازه اخېستلو کومه خبره شته او نه دویم څېړونکی ته.

په ځینو وروسته پاتې هېوادونو کې داسې هم کېږی، چې د څیړونکی له اثره ګټه اخېستل شوې وی، خو دی پرې خفه وی، خو ده به خپله د یو درجن نورو ماخذونو استفاده کړې وی. که چیرې د څېړونکی له اثره په دقیق او کره ډول استفاده شوې نه وی او دی د دې مستحق دی چې خفه شی او یا د دویم څېړونکی سره په دې برخه کې خبرې وکړی.

پایله

ماخذونه په څېړنه کې د اخېستنې ځای معلوموی او محقق کولای شی چې د ځینو پوهانو نظریات تایید او د ځینو رد کړی خو په دلایلو سره.

ماخذونه څېړنې ته قوت ورکوی او موثقتوب یې ثابتوی. بې ماخذه څېړنه د تحقیق په کتار کې راتلای نه شی. څېړنه کتابتونی، ساحوی او لابراتواری ډولونه لری او په دغو ډولونو کې د بېلا بېلو مسایلو سره مخامخېږو، مثلا په کتابتونی تحقیق کې چې د کوم ډول ماخذونو ګټه اخلو باید په دقیق، واضح او کره ډول وښیو.

د ماخذ ښودنې سبکونه او ډولونه بېلا بېل دی، یو ته سم او بل ته ناسم ویل سم کار نه دی. ماخذ د اخیستنې ځای دی او دا چې د اخیستنې ځای په کوم ډول وښیو کوم باک نشته. په دې مقاله کې د ماخذ ښوونې لارې چارې ښودل شوی دی.

ماخذونه

۱.څېړنوال محمد نبی صلاحی: په ادبی څېړنه کې د میتود ارزښت، د ادبی څېړنې اصول او لارې، سرمحقق سید محی الدین هاشمی په اهتمام، ژبو او ادبیاتو مرکزـ علومو اکاډمی، کابل، ۱۳۹۳ ل کال، ۴۰ مخ.

۲. څېړنوال محمد نبی صلاحی: په ادبی څېړنه کې د میتود ارزښت، ۴۱ـ ۴۱ مخونه.

۳.پروفیسر عبدالحمید خان عباسی: اصول تحقیق (دویم چاپ) ، نیشنل بوک فاونډیشن، اسلام اباد، ۲۰۱۵ م کال، ۱۷۵ مخ.

۴.عبدالمالک همت: د مقالې لیکلو اصول او د مطالعې او څېړنې لارښود، دویم چاپ، صحاف نشراتی موسسه، کوټه، ۱۳۸۸ ل کال، ۷۳ مخ.

۵.عبدالمالک همت: د مقالې لیکلو اصول او د مطالعې او څېړنې لارښود، ۷۴ـ ۷۵ مخونه.

۶.سیداصغر هاشمی: د تحقیق اصول، هاشمی خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۵۶ مخ.

اړوند مطالب


په څېړنه کې د منابعو د ښودنې لارې چارې/ پوهنیار سیداصغر هاشمی


څېړنه، ارزښت او ځانګړنې/ پوهنیار سیداصغر هاشمی


څېړنه، ارزښت او ځانګړنې/ پوهنیار سیداصغر هاشمی


د سریزې لیکنې لارښود/ پوهنیار سیداصغر هاشمی

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=46619

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *