په ځینو هېوادونو کې طالبانو ته د سیاسی دفتر وړاندیز

  • خپرول: ۲ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 114040

یوې باوری سرچینې بی بی سی ته ویلی، داسې هڅې روانې دی چې یو شمېر نورو هېوادونو کې هم افغان طالبانو ته دفترونه پرانستل شی، او په دې توګه د سولې خبرې د قطر له انحصاره و ایستل شی.
سرچینې بی بی سی ته ویلی، اندونیزیا، برونای او ازبکستان په خپلو خاورو کې طالبانو ته د دفتر د پرانستو وړاندیز کړی دی. دغه سرچینه وایی چې دغه خبرې تر اوسه یوازې د بحثونو په کچه دی.
د سرچینې په باور، لومړنۍ بین الافغانی ناسته به قطر کې کیږی او تمه ده دویمه هغه به د ازبکستان په سمر قند ښار کې چې اسلامی ارزښت هم لری، ترسره شی.
تېره اونۍ د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی ستر سلاکار فضل محمود فضلی هم له بی بی سی سره په خبرو کې ویلی وو، ښه به دا وی چې د سولې خبرې د قطر پر ځای کوم بل هېواد کې وشی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان وایی، دوه ورځې وړاندې یې دوحه کې له یوشمیر بهر میشتو افغانانو سره غونډه کړې ده. طالبانو په دغې غونډه کې د دوی د مرکچی پلاوی د یوه غړی امیرخان متقی خبرې خپرې کړی چې نوموړی په کې د قطر غونډې د لغوه کېدو پړه پر افغان حکومت اچوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=114040

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *