په پکتیا ولایت کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې پر یو مرکز باندې د دوه قومونو ترمنځ د نښتې له امله ۲ کسان ووژل شول

  • خپرول: ۵ جوزا ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 60295

د پکتیا ولایت سیمه ییزچارواکی وایی، په یاد ولایت کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې مرکزد لېږد پرسر د نښتو له امله دوه تنه وژل شوی او یوبل ټی دی چې وژل شوی کسان یو نارینه او یوه مېرمن په برکې نیسی.
د پکتیا والی ویاند عبدالله حسرت نن( شنبه غبرګولې۵) ویلی چې دغه نښتې تېره ورځ مازدیګر د یاد ولایت په احمد خیلو ولسوالۍ کې د ماماخیلو او بادین خیلو په نامه د دوه قومونو ترمنځ ترسره شوی دی.
د پکتیا والی ویاند په وینا، دغه نښته له هغه وروسته ترسره شوې چې دواړه قومونو د نوم لیکنې مرکز د لېږدولو په خاطر لومړی لفظی شخړه وکړه. دی زیاته کړه چې ددې نښتې عاملینو د پېښې له سیمې څخه تښتېدلی دی.
ښاغلی حسرت ویلی چې ددغې پېښې د څېړنې په موخه یو پلاوی ټاکل شوی او دیادې پېښې په اړه څېړنې پیل شوی دی.
د رای ورکوونکو مرکزونو لېږد یا موقعیت د ټاکنو خپلواک کمیسیون له لورې ترسره کېږی. تردې وړاندې هم د غزنی ولایت یوشمېر اوسېدونکو په اعتراض لاس پورې کړی وو او په یاد ولایت کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې مرکزونه تړلی وو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=60295

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *