په پښتو کې د ژباړو نېستی / بارکوال میاخېل

  • خپرول: ۸ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 87000


Fb-Button

په بشری ټولنه کې که د ژباړې دود نه واى او د انسانانو لرغونى علمی میراث یوې بلې ژبې ته نه واى ژباړل شوى، نو نه یواځې به انسانی عقل او سوچ دومره وده نه واى کړې، بلکې نړۍ چې د فلسفې او ساینس په اوږو تر اوسنۍ زمانې را رسېدلې او د ټیکنالوجۍ تر برېښنایی زمانې یې سفر را کړى دى، دا کاروان هم ممکن د جهالت او اسطوروی باورونو په کومه لرغونې تیاره دښته کې ایسار پاته واى، خو انسان چې د خپلې محدودې پوهې په مرسته د ژباړې چل زده کړ او خپل شفاهی او لیکنی (تحریری) ادبیات یې د خپلو اړتیاوو په اساس یوې بلې ژبې ته واړول، نه یواځې یې د مځکې پر مخ، بلکې د کاییناتو په هغو ګوښو کې هم د مالوماتو د لاس ته راوړلو سفر ته دوام ورکړ، چې تر هغه پخوا دوى په بشپړه توګه ورڅخه ناخبره وو. “یو چا ریښتیا ویلی دی چې که ژباړه نه واى دود شوې نو نړۍ به د ګونګیانو په یوه کلی بدله شوې واى” )١(.

په پښتو ژبه کې د ژباړې تاریخ شاوخوا یوولس سوه کلونو ته رسېږی، د «لرغونی پښتانه» په اساس لومړۍ مالومه ژباړه د ابو محمدهاشم سروانی (٢٢٣هـ- ٢٩٧هـ ق) هغه منظومه ژباړه ده، چې د خپل عرب استاد شعر یې پښتو ته منظوم را ژباړلى وو)٢(، نو په دې حساب که و ګورو پښتو ښایی په ژباړه کې هم تر ډېرو ژبو زوړ تاریخ ولری، خو که یې د کمیت او کیفیت له پلوه و ارزوو او پښتو ته له نورو ژبو را شوې ژباړې زموږ له څنګلوریو ژبو سره پرتله کړو، نو فکر نه کوم چې له محدودو ادبی او دینی آثارو پرته دی د علم په نورو برخو کې سیالی ورسره وکړاى شی. څو پېړۍ پخوا چې په پښتو کې د ژباړې کار ته په پراخه پیمانه ډېره توجه نه ده شوې او یواځې په هغو علومو کې محدود آثار را ژباړل شوی دی، چې خلکو ورته اړتیا لرله، یو علت یې کېداى شی دا وی چې د پښتنو په وطن کې د علم دومره سرچینې نه وې او نه د خلکو پوهه تر دینی علومو لوړه وه، خو څومره چې پښتانه له کلیوال ژونده ښاری ژوند ته راغلی دی، نو د ژوند اړتیاوې یې هم ورسره زیاتې شوې دی او نویو علومو ته یې لاسرسى موندلى دى، ځکه یې نو د خپلو علمی اړتیاوو د پوره کولو لپاره د تخلیق تر څنګ څه نه څه ژباړې هم کړې دی او دې بهیر په شلمه پېړۍ کې هله پیوند اخیستى، چې په بهرنیو ژبو د پوهېدونکیو پوهانو او ادیبانو پام ور اوښتى او د یوویشتمې پېړۍ په پیل کې خو تر بل هر وخت ژباړې ته زیاته توجه اوښتې، مګر بیا هم څومره چې اړتیا ده په هغه اندازه د ژباړې علمی ارزښت ته په پام سره په دې برخه کې ډېر لږ کار شوى او کېږی او هغه هم محدود خلک د خپل ذوق په اساس هغه وخت کوی، چې وخت ورته ولری.

په یوه ژبه کې د لوړ معیار علمی او ادبی آثار هم هغه وخت او هغو کسانو لیکلی دی، چې په څه نه څه شکل یې د نورو ژبو د ادبیاتو لوستلو ته لاره پیدا کړې ده، هغوى که بهرنی ادبیات او علوم په مستقیم ډول او که یې د ژباړې له لارې لوستی دی، خو دا چې د نویو ژبو د ادبیاتو مېوه یې څکلې او د ذوق تنده یې په ماته شوې، نو نوې انرجی او تخلیقی تومنه یې ځنې اخیستې او له هغه وروسته یې پخپله ژبه کې هم تر هغه اغېز لاندې د نویو ادبیات د تخلیق چل زده کړى دى. “د نورو ژبو د ادبی آثارو ژباړې په خپله ژبه، د کباړی د کوټ د اغوستلو څخه بېل یو تعمیری او مقصدی مفهوم لری. دا د فکر ولاړ او لړن تالاب ته د صفا اوبو د رود را ګرځولو د مثال ښایست لری……. یوه ژبه هغه وخت لوى ادب پیدا کولاى شی، کله چی د ژباړو د یوه لوى او اوږده دور اثرات او ثمرات په خپله لمن کښې را خوندی کړی”.)٣(

د نړۍ هغو ملتونو او د هغوى ژبو ډېره چټکه وده کړې ده، چې پر وخت یې د ژباړې اړتیا محسوسه کړې ده او د خپلو ژبو د ادبیاتو تر څنګ یې د نړۍ د بېلابېلو ژبو علمی آثار خپلو ژبو ته ژباړلی دی او دا هم د ژباړې برکت دى چې د نړۍ د بېلابېلو ادیانو مقدس کتابونه یوې بلې ژبې ته ژباړل شوی او خلکو ته یې د ژوند، مینې، بشردوستۍ او اخلاقو پیغام رسولى دى او همدا ژباړه ده چې په وسیله یې یونانی فلسفه لومړى عربی ژبې ته واوښته او بیا په منځنیو پېړیو کې د کلیسا د واکمنۍ په زمانه کې بېلابېلو یورپی ژبو ته و ژباړل شوه، چې د رینېسانس په نامه د علمی انقلاب پیلامه شوه او یورپ یې له زرکلنې تیارې را و ایست. “که موږ هر څومره ژباړې ته له دې کبله لومړیتوب ور نه کړو، چې ګواکې دا تخلیق نه دى، پر دې برسېره هم له دې خبرې انکار نه شی کېداى، چې ژباړه د نړۍ د ملتونو تر منځ د پیوستون ډېره ښه وسیله ده او له دې سره- سره په پراخه پیمانه د تهذیب او تمدن د تبادلې پیلامه بلکې د دې یواځینۍ عملی بڼه ده ” )۴(.

پر پښتو ادبیاتو یوه نیوکه دا کېږی، چې وایی موضوعات پکې کم دی او اکثره مضامین پکې زیات تکرار شوی او په کلیشو بدل شوی دی، په شاعری کې یې نوی تشبیهات، استعارې، سمبولونه او تصویرونه کم دی، د دې یو سبب هم کېداى شی دا وی، چې ډېر لږ پښتانه لیکوال د نورو ژبو ادبیات لولی او هغه چې لولی یې هغوى یې هم په هماغو ژبو کې لولی او د هغوى له تجربو او تخنیکونو استفاده ورته پخپله ژبه کې بدعت ښکاری، خو که چېرې د دغو ژبو ادبیات په منظمه توګه را ژباړل کېداى او ټولو لیکوالو مو لوستلاى، نو ضرور به یې د دوى تجربې زیاتې کړې واى او دوى به یې د تخلیق له نویو لارو او نویو روشونو سره بلد کړی واى، “موږ وینو چی د ځینو لیکوالو موضوعات زاړه سوی او نور یې خلک نه خوښوی، خو د ژباړی له لاری موضوعات له مکانی او زمانی محدودیت څخه نوی مکان او زمان ته کډه کوی او هلته  له ورتګ سره سم نوې بڼه غوره کوی، تازه کېږی او له سره نوی ژوند پیلوی. د ژباړی بله ګټه دا ده چی نوی ادبی شکلونه او فورمونه پېژندلای سو، مثلا موږ  پخوا په پښتو شعر کی د جاپانۍ هایکو فورم نه پېژانده، خو اوس د ژباړی له برکته  دا خوږ فورم د نورو ژبو تر څنګ د پښتو ژبی مېلمه  هم دی” )۵(.

د ژبپوهانو په نظر ژبه په یوه ورځ او د ځانګړیو کسانو له خوا نه ده جوړه شوې، بلکې د ټولنیز تړون له مخې د پېړیو په اوږدو کې د ولس په ګډ زیار جوړه شوې او وخت په وخت له اړتیاوو سره سم زیاتونې پکې شوې دی. ژبه ټولنیز تړون ځکه بلل کېږی، چې هره کلمه یې خپل یو ټولنیز او کلتوری پس منظر لری، مثلاً که څوک «بدرګه» کلمه وایی، نو د بدرګې تر شا یې د پښتنوالې اصول مخې ته درېږی، که «ګودر» وایی نو د کلیوال ژوند یو انځور یې سترګو ته درېږی، په دې لحاظ د پښتو ژبې هره کلمه تر شا خپل یو تاریخی او کلتوری پس منظر لری، خو اوس مو چې له نوې زمانې سره اړتیاوې بدلېږی، نو له دې انکار نه شی کېداى چې ژبه مو دی د پردیو ژبو له تسلطه اغېزمنه نه شی، مګر که خپلې نوې اړتیاوې هم د خپلې ژبې د زړو ریښو په مرسته پوره کړو، نو نه یواځې به مو ژبه د نویو اصطلاحاتو په برخه کې غنی شی، بلکې د نویو اصطلاحاتو تر شا موجود مفاهیم به مو هم د جمعی (ټولیز) ذهنیت برخه شی او په دې برخه کې ژباړه تر هر څه ارزښتمن نقش تر سره کولاى شی، “د ژباړې په وسیله ژبه له څو اړخونو وده کوی، که یوې خواته د کلماتو او ژبې د روزنې په وسیله په بشری علومو کې د زیاتوالی سبب کېږی، ورسره سم د ذهنی پولو د پراختیا سبب هم جوړېږی. ژباړه په عملی کچه د دوو ژبو او دوو تهذیبونو تر منځ د پله جوړولو کار کوی، د ژباړې د همدې پله په وسیله علوم، خیالات او تصورات له یوه تمدنه تر بل تمدنه او له یوه هېواده تر بل هېواده سفر کوی” )۶(.

که څه هم پښتو اوس د کمپیوټر او انټرنیټ ژبه ده، په سلګونو ویبپاڼې لری، په لسګونو نړیوالې رسنۍ څلرویشت ګنټې په پښتو ژبه خپرونې کوی، په ټولنیزو رسنیو فېسبوک، ټویټر، واټسپ، وایبر او انسټاګرام کې مستقیماً پښتو لیکل کېږی، خو آیا موږ دا ویلاى شو چې پښتو اوس یوه جدیده او پرمختللې ژبه ده؟ یوه ژبه چې د کومو شرایطو له مخې جدیده او پرمختللې ژبه ګڼل کېږی، د هغه اساس دا دى چې یوه ژبه باید په ټولو علومو کې شتمنه وی او د علم په میدان کې یې اوږد مزل وهلى وی، د ساینس او ټیکنالوجۍ په برخه کې له وخت سره سم د خپلو خلکو علمی اړتیاوې پوره کړی؟ د ادبیاتو تر څنګ په طبعی او ټولنیزو علومو کې په هغه اندازه تخلیقی، څېړنیز او ژباړلی آثار ولری، چې خلک یې په بله ژبه کې لوستلو ته مجبوره نه شی، نو په دې اساس که وګورو پښتو یوه جدیده او پرمختللې ژبه نه شو بللاى، بلکې پښتو د روایت او جدیدیت تر منځ پرمختلونکې ژبه ده، ځکه چې اکثریت خلک یې خپلې زیاتې علمی اړتیاوې د پردیو ژبو په آثارو پوره کوی او خپلو لیکوالو یې دا اړتیا په سنجیدګۍ سره نه ده محسوسه کړې، چې که د تخلیق برخه یې کمزورې وی، نو د ژباړې په وسیله خپله ژبه له جدیدو رجحانونو سره و تړی، ژباړې ته د خپلې ژبې د بقا په هینداره کې وګوری او په دې کار کې د خپلې ژبې احیا او رینېسانس لازم وګڼی، ځکه چې “په اوسنۍ زمانه کې له ژباړې پرته هیڅ یوه ژبه د جدیدې او پرمختلونکې ژبې دعوه نه شی کولاى. دا حقیقت له چا پټ نه دى چې له اردو ژبې د یوې جدیدې ژبې په جوړولو او په هندوستانی ژبو کې د یو امتیازی حیثیت په ورکولو کې که نور عوامل شامل دی، نو له یورپی خصوصاً له انګرېزی علومو او ادبیاتو څخه ژباړې هم په دې برخه کې مهم رول تر سره کړى دى، د همدغو ژباړو په وسیله د اردو ژبې لپاره د یوه پرمختللی صنعتی تمدن دروازې پرانیستل شوې، له همدغو دروازو د عقلانیت، د خپلواکۍ د ګټې، بشردوستۍ، روشنفکرۍ، د څېړنې د ذوق او د ساینسی فکر خوږبویه څپې را ننوتې او دا ژبه یې تازه او غښتلې کړه”)٧(.

په پښتو کې ممکن د ژباړې کار ته ځکه هم کمه توجه شوې وی، چې یو خو له را شویو اکثرو ژباړو سره علمی او ژبنى انصاف نه دى شوى او هغو لیکوالو چې ژباړې یې را کړې دی د خپل ذوق له مخې یې را کړې دی او د ژباړې ټول مسلکی اړخونه یې په پام کې نه دی نیولی، چې د یو متن د ژباړې په وخت د ژباړن ذمه واری جوړېږی، بل دا چې ژباړې ته د یوې پردۍ مېلمنې په سترګه کتل شوی او خپل تخلیقی تولید ترې غوره ګڼل شوى دى. په اوسنۍ زمانه کې هم- چې ژباړې د تخلیقی کار غوندې برابر ارزښت موندلى- ډېرى لیکوال د ژباړې کار ته په ښه سترګه نه ګوری او د هغه لیکوال په اړه- چې تر تخلیقی کار یې ژباړو ته توجه زیاته وی- دا فکر کوی چې ګواکې د هغه د تخلیق چینه وچه ده، ځکه نو ژباړې کوی، “د ژباړې کار تر اوسه پورې معمولاً تر تخلیق ټیټ کار ګڼل کېږی او دا ډېر ناسم رجحان دى. د ژباړې ارزښت په هیڅ ډول تر تخلیق کم نه دى، ځکه چې په ژباړه کې تخلیق له نوی سره ایجادېږی، په همدې خاطر خو په امریکه کې د ژباړې لپاره د بیاتخلیق (Recreation) اصطلاح هم کارول شوې ده. د ژباړې په وسیله موږ د نورو ژبو له افکارو او اقدارو سره اشنا کېږو” )٨(.

زموږ په ټولنه کې معمولاً دا نظر عام دى، چې د یوه قوم له ټولنیز ژوند، کلتور، مذهبی عقایدو او اسطوروی باورونو د خبرېدو لپاره باید د هغوى تاریخ ولولو او د قومونو ځانګړی تاریخونه ځکه د ژباړې لپاره مناسب نه بولی، چې هغه یواځې د هغوى لپاره لیکل شوی وی، خو په دې شاید ډېر کم پوهېږی چې د یوې ټولنې ادبیات، اسطورې، فوکلور او اقتصادی مناسبات د هغوى د ژوند هر اړخ راته انځوروی، نو که د دوى په ژبه کې په دغو برخو کې لیکل شوی آثار را و ژباړل شی، نه یواځې دا چې د دوى له ژونده به مو خبر کړی، بلکې د خپلې ټولنې د بدلون لپاره به هم ډېر څه ځنې زده  کړو، “د همدې ژباړې په وسیله د یوه ځانګړی هېواد، د یوې جغرافیایی سیمې او د یوه ځانګړی قوم څېړنې، د هغوى علوم او هنرونه د ټول انسانیت ملکیت جوړېږی، ځکه نو د ژباړې ذمه واری لږ تر لږه دومره د ارزښت وړ ده، څومره چې د یوه کېمیاوی یا معدنی قوت له یوې بڼې بلې بڼې ته د اړولو ذمه واری ده”)٩(.

موږ چې تر اوسه له هرې هغې عقیدې، ادب، اسطورې، نظریې، تیورۍ او فکری مکتب سره اشنا شوی یو، چې سرچینه یې زموږ له خاورې نه ده، له هغو ټولو سره د ژباړې په وسیله بلد شوی یو، که د تورات، انجیل، قرآن، ګیتا، وید او اویستا ژباړې نه واى شوې، نو انسانان به د دغو ادیانو او مذهبونو له پیغامه نه واى برخمن شوی. که د سوکرات، اپلاتون او ارستو فلسفه نورو ژبو ته نه واى ژباړل شوې، نو د فلسفې او ټولنیزو علومو په مرسته به د کاییناتو، خداى او انسانی ژوند په اړه پوهه دومره نه واى زیاته شوې. که د ګیلګمېش، هومر او فردوسی حماسی داستانونه نورو ژبو ته نه واى ژباړل شوی، په ادبیاتو کې به د حماسی داستانونو د تخلیق چینه بهانده نه واى پاته شوې. که د نړۍ مشهور شاعران او لیکوال یوې بلې ژبې ته نه واى ژباړل شوی، نو نه به یې نړیوال شهرت موندلى واى او نه به یې تخلیقات نړیوال شاهکارونه بلل شوی واى، په دې توګه دا ویلاى شو چې ژباړه د نااشنا خلکو تر منځ د خپلوۍ او اشنایۍ ژبه ده او “ژباړه هغه کیلی ده چې په وسیله یې د علمونو او هنرونو ټولې خزانې پرانیستل شی، ځکه خو ورځ په ورځ د ژباړو ارزښت زیاتېږی او ژباړې هم د تخلیق درجه موندلې ده” )١٠(.

کومې ټولنې چې تر اوسه په علمی لحاظ وروسته پاته دی او خلکو یې فکری وده نه ده کړې، یو لوى سبب یې دا دى چې هغوى خپلې ژبې ته د نورو ژبو د ادبیاتو دروازې نه دی را خلاسې کړې. د انسانانو تر منځ چې د سیاسی او اقتصادی ګټو په خاطر په پېړیو- پېړیو د مذهب پر نامه عقیدوی کرکو او تعصبونو ته لمن وهل شوې ده او انسانان له یوه بله لرې کړل شوی دی، د بیرته را نیژدې کولو لپاره د دوى شریک ادبیات په دې کې مهم نقش تر سره کولاى شی، خو که دوى د یو بل په ادبیاتو د پوهېدو لپاره د ژباړې هنر خپل نه کړی او د ژباړې په وسیله په ادبیاتو کې د یو بل کلتوری ارزښتونه او نفسیات، ټولنیز ژوند، جنسی او جمالیاتی تمایلات او تاریخ ونه پېژنی، نو ډېره به ګرانه وی چې یو بل ته را نیژدې شی. “که چېرې څوک په خپله تخلیقی اثار نه لری او هغه د ژباړې په وړاندې هم توند حساسیت ښیی او وایی چې ګټه نه لری، دا په خپله د شاتګ او وروسته والی لپاره لا اواروی. که چېرې تخلیقی ادب کمزورى وی، نو په کار ده، چې دغه تشه په ژباړه ډکه کړاى شی، چې د زیاتو ژباړو خپرېدنه په خپله د تخلیق او پنځونې لپاره زیات توکی (مواد) را منځته کوی، چې څېړونکو او لوستونکو ته به زیاتې اسانتیاوې برابرې شی” )١١(.

د یوې ژبې په ادبیاتو کې بدلون هم هله راتلاى شی او له نوې زمانې سره نوې خبرې او نوی رجحانونه (پدیدې) پکې راتلاى شی، چې لیکوال یې د خپلې ټولنې اړتیاوو ته په پام د نورو ژبو هغه ادبیات را و ژباړی، چې نوې تیورۍ او نوی ادبی مکتبونه پکې وړاندې شوی وی. له کلاسیکیته یې را نیولې تر رومانویت، سمبولیزم، ریالیزم او موجودیت (Existentialism) پورې ټول فکری او ادبی مکتبونه هم د ژباړې په لاره له یورپی ادبیاتو مشرقی ادبیاتو ته راغلی دی، دا خبره هم باید له پامه ونه غورځوو، چې هر ادبی او علمی مکتب چې په کومه ټولنه کې پیدا کېږی، د هغې ټولنې معروضی حالاتو ته په پام را پیدا کېږی، خو له دې هم انکار نه شته، چې ځینې مکتبونه نړیواله بڼه لری او د نړۍ نورې ټولنې هم ورته تمایل پیدا کولاى شی. د پښتو په شمول اردو او فارسی معاصرو ادبیاتو که تر پخوا وده کړې ده او نوی رجحانونه پکې را پیدا شوی دی، نو یو لوى سبب یې د همدغو پرمختللیو ژبو د ادبیاتو ژباړې دی، چې زموږ د ټولنې لیکوالو ورڅخه استفاده کړې او د خپلې ژبې ادبیاتو ته یې ورڅخه نوې رڼا راوړې ده. “زما په اند که موږ ژباړې ته مخه نه کړو او پښتو ژبه په همدې اوسنیو ګامونو خپل یون ته پرېږدو، زه وېرېږم چې یوه ورځ به اړ یو پښتو ژبه یوازې د شعر او شاعرۍ لپاره و کاروو او د ساینس، ټکنالوجۍ او نورو پوهنو لپاره انګرېزی او یا نورو بهرنیو ژبو ته مخه کړو” )١٢(.

ایټالیایی لیکوال ایټالو کالوینو وایی “له ژباړې پرته به زه د خپل هېواد په پولو کې ایسار واى. ژباړونکى زما تر ټولو ښه ملګرى دى، چې زه یې له نړۍ سره اشنا کړم”، نو که غواړو چې له نړۍ سره اشنا شو، د نړۍ له غنی ادبیاتو، د هغوى له تاریخ، عقایدو، کلتورونو، سیاستونو، اقتصاد، لرغونو تهذیبونو، ساینس، نفسیاتو او فلسفې سره اشنا شو، نو پکار ده چې د ژباړې لپاره مستقل مرکزونه ولرو او نه یواځې د ادبیاتو بلکې د طبعی او ټولنیزو علومو مسلکی خلک په دې برخه کې په دنده وګومارو، چې پښتو ته له بهرنیو ژبو ژباړې را وکړی او پخپله ژبه کې د خلکو د علمی تندې د ماتېدو غم وخوری، که نه وی دا به داسې وی لکه یو څوک چې خپل باغ لری، خو د خپلې خوښې مېوې پکې نه لری او مجبور وی چې هغه مېوې په بازار کې د مېوو له دوکانه واخلی، نو که غواړو چې د خپلې ژبې باغ مو وچ نه شی او سمسور پاته شی، نو د ژباړو په وسیله باید د هر علم مېوه پکې وکرو او همدا مو د ساینس او ټیکنالوجۍ په دې چټکه زمانه کې د ژبې د پایښت او بقا ضمانت دى.

ـــــــــــ یادونه:- دا مقاله د کوټې د پښتو اکېډمۍ په (لیکنې) مجله کې چاپ شوې ده ــــــــــــ

ماخذونه:

)١(  (ترجمه کا فن او روایت، اُردو میں تراجم کے مسائل، ډاکټر ظهیراحمد صدیقی، ١١٩م مخ). خپروونکى: سټی بک پواینټ، اردو بازار کراچۍ.

)٢(  پټه خزانه، د محمدهوتک بن داود، ۵٨- ۶٠ مخونه. دوهم چاپ ١٣٣٩هجری شمسی.

)٣( سریزه، پروفیسررازمحمد راز ١٣مخ (د ماځیګر چارسو، ژباړن: محمودایاز)، خپروونکى: بېنوا فرهنګی ټولنه- کندهار

)۴(  (مغرب سے نثرى تراجم، ابتدائیه، ٢م مخ، مرزا حامد بېګ). خپروونکى: مقتدره قومی زبان، اسلام اباد.

)۵(  (د جنوبی اسیا هیوادونه او ادبی اثارو ژباړه) عبدالنافع همت، تاند ویبپاڼه http://www.taand.com/archives/88698

)۶(  (مغرب سے نثرى تراجم، باب اول: ترجمے کا فن، ۵م مخ). خپروونکى: مقتدره قومی زبان، اسلام اباد

)٧(  (ترجمه کا فن او روایت، مقدمه، قمر رئیس، ١٣م مخ). خپروونکى: سټی بک پواینټ، اردو بازار کراچۍ.

)٨(  (ترجمه کا فن او روایت، تراجم اور اصطلاح سازى کے مسائل، پروفیسر آل احمد سرور، ٢٩م مخ). خپروونکى: سټی بک پواینټ، اردو بازار کراچۍ.

)٩(  (ترجمه کا فن او روایت، ترجمے کے بنیادى مسائل، ډاکټر ظ- انصاری، ۴٩م مخ). خپروونکى: سټی بک پواینټ، اردو بازار کراچۍ.

)١٠(  (ترجمه کا فن او روایت، ترجمه کى اهمیت، شهباز حسین، ١٢۴م مخ). خپروونکى: سټی بک پواینټ، اردو بازار کراچۍ.

)١١(  (پښتو او د ژباړې اړتیا، ١٣٨٣ل کال چاپ، خپرندوى: بېنوا فرهنګی ټولنه- کندهار، ژباړه، ۵م مخ، صالح محمدصالح)

)١٢(  (د ژباړې فن، لیکوال: رفیع الله ستانیکزى. سریزه، خوشال روهی، د مخ). خپروونکى: صمیم ادبی ټولنه.

۴ total views, 4 views today

اړوند مطالب


په پښتو پسې را ورک شپون لاړ/ بارکوال میاخېل


می که مو؟ / بارکوال میاخېل


د وطن “بدلون” اوونیزه/بارکوال میاخېل


یو باکمال ولسمل / بارکوال میاخېل

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87000

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *