په پاکستان کې ځانمرګی برید د بهرنیانیانو په ګډون ۶ کسان ټپیان کړی

  • خپرول: ۲۰ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: خامه پرس
  • د خبر شميره: 76142

نوشته شده توسط khaama – Sat Aug 11 2018, 6:57 am

پاکستانی چارواکی وایی د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ځانمرګی برید د بهرنیانو په ګډون ۶ کسان ټپیان کړی.

چارواکی زیاتوی، چې پیښه نن سهار د چاغای په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د پاکستان پوځ یوه چارواکی رسنیو ته ویلی، چې د سرو زرو او مسو د یو معدن پر کارکوونکو د ځانمرګی برید په ترڅ کې شپږ کسان ټپیان شوی.

په کوټه د پولیسو یوه چارواکی محمد هاشم غلزی وایی د برید په ترڅ کې درې بهرنیان هم ټپیان شوی دی.

نوموړی زیاته کړه، چې د پیښې ټپیان روغتون ته لېږدل شوی او د برید په اړه پلټنې دوام لری.

تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

شاوخوا درې اوونی مخکې د بلوچستان په کوټه ښار کې د ځانمرګی په ترڅ کې ۳۱ کسان وژل شوی وو.

د کوټې ښار د پولیس مشر محسین بټ رسنیو ته ویلی و، چې یوه ځانمرګی بریدګر د کوټې ښار په ختېځه برخه کې د پولیسو یوه موټر په نښه کړی چې په ترڅ کې شاوخوا ۳۱ کسان وژل شوی او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان دی.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبری آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس


شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=76142

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *