په پاکستان کې عدم تشدد د پښتنو اړتیا

  • خپرول: ۲۰ جوزا ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 63324


Fb-Button

جمشید غزنیوال
د پاکستان په شاوخوا اویا کلن ژوند کې د پښتون‌ژغورنې غورځنګ د معاصر تاریخ هغه باب پرانیست چې هم د پښتنو د سوله‌یز قیام په لحاظ بې‌ساری دی او هم متشدد نه دی. پر دغه دویم ټکی به لږ تم شو.
د پاچاخان بابا په دوران کې د عدم تشدد کلمه د هغه مهال په سیاسی ادبیاتو کې ډېره کارول کېده او د بابا یوه هیله دا وه چې په پښتنو کې یې عام کړی. پاچا خان به ویل چې پښتانه زور لری، مګر په کور کې یې استعمالوی. ده به هم په ټینګار او هم په زاریو له پښتنو غوښتل چې د خدای په لحاظ د جګړو د ژرندو له پلونو ځان لرې وساتی…
د پاچاخان د دورې کتنه جلا لیکنه او شننه غواړی، موږ په پاکستان کې د پښتون‌ژغورنې د روان بهیر په هکله د هغه عدم تشدد خبره کوو چې له روان ۲۰۱۸م کاله راهیسې یې ساتلی دی. پښتانه متشدد بلل کېږی او تر یوه حده دغه خبره ثابتېدای هم شی، لکن د پښتون‌ژغورنې د غورځنګ د ګډونوالو یوه لویه توره دا هم وه چې د خپل حق د غوښتو تر څنګ یې د پښتنو څېره د تشدد د تختې پر ځای د تمدنی تحرک پر سپینه پاڼه ترسیم کړه.
دوی نړۍ ته وښووه چې په دومره لوی تعداد له یوه حکومتی سیسټماټیک چوکاټه پرته خپل بهیر اداره کولای او تر خپلې ولکې لاندې ساتلای شی.

دا ساتنه د پښتنو د ذهنیت په عمق کې د یوه داسې بدلون ښکاروندیی کوی چې ویلای شو، د پښتنو د تشدد خبره ممکن نن سبا پوره بې‌ځایه وی. دوی نه د پاکستان د نظام هغسې مخالفت وکړ چې بغاوت وګڼل شی، نه یې د پښتنو د یوه نماینده‌ حرکت په توګه خپل قام ته شرم واړاوه. که دوی د پاکستان د نظام داسې مخالفت کړی وای چې د بغاوت ټاپه پرې لګېدای، په نړیواله کچه یې هم داعیه تر سوال لاندې راتله او هم یې پر وجودی فلسفه د یوه وحشت‌پاله جریانه شک یقین ته نږدې کېدای شوای.
پاکستان هسې هم د ټاپو وطن دی، پر مذهبیانو د جنسی جنون ټاپه رښتیا کولای شی، په سندرغاړیو تبلیغ کولای شی، د درواغو توبو ته یې اړ کولای شی، طالبان ایجادولای، ترمیمولای، خرڅولای، وژلای او تری تم کولای شی، پوځ یې د یوه ټروریسټی ګروپ په څېر خپل خلک وژلای شی، چاودونې کوی، کودتاوې کوی او نخبه‌سازۍ یې زده دی. استخاباراتی ګروپونه یې د بلاک‌مېل، ټارګیټ کلینګ او اختطاف ریکارډ لری او سل و زر بدۍ و بدرنګۍ یې زده او تر سره کړې دی.
خو له دې هر څه سره سره د منظور پښتون په مشرۍ د پښتون‌ژغورنې غورځنګ ځان پکې ساتلی او خپل متمدن وجود یې تثبیت کړی دی.

پر دغه غورځنګ یې د بیان د ازادۍ خلاف رسنۍ بندې کړې، ان کله کله انټرنیټ ورباندې بند کړی. دغه غورځنګ تر اوسه پورې د خواله رسنیو په زور پوښښ پیدا کوی، د پاکستان رسنۍ مازې بهانه ورته ګوری چې یا یې طالبان معرفی کړی، یا د بل ټروریسټی ګروپ رنګ پرې وپاشی او یا یې په پټه کې پر مرۍ د خپل جبر داسې خپسکې کښېنوی چې لومړی یې ویده کړی، بیا یې مړه کړی.
په دې وروستیو ورځو کې ځینې بدلونونه داسې ښیی چې د پاکستان استخبارات په خورا چټکی د پښتون‌ژغورنې غورځنګ د عدم تشدد شهرت، حیثیت او دریځ تر پوښتنې لاندې راولی.
که ساده ووایو، پاکستان غواړی د منظور پښتون غورځنګ دومره په تنګ کړی چې په جنګ یې کړی. معلومه خبره ده چې دغه غورځنګ هغه وخت ناکام دی چې د پاکستان د ښار یوه شیشه په ډبره وولی، د دې شیشې شرنګ به د پاکستان د کامیابۍ د زنګ معنا ولری.
د منظور پښتون، علی وزیر، محسن داوړ، خان زمان کاکړ، ثنا اعجاز او د دوی نورو ټولو همغږه ملګریو پر وړاندې د خپل حق د غوښتو د نارې، غورځنګ د رهبری او نورو چارو تر څنګ یو لوی چلینج دا دی چې د پاکستان دغه هڅه خنثی کړی چې دوی تشدد ته را واړوی.

نن سبا نړۍ د هغوی غږ اسانه اوری چې د توپک د خولې پر ځای یې له خپلې خولې را باسی. د نړۍ هېوادونه د هغو خلکو له څنګه په درېدو ځانونه ویاړمن احساسوی چې غږ یې د باروتو په زور نه لوړېږی، بلکې د سالمې حنجرې له منځه راوځی. تر اوسه پورې د پښتون‌ژغورنې غورځنګ حیثیت همداسې دی چې نړۍ یې تر څنګ په درېدو ځان ویاړمن ګڼی او دا د دوی داعیه لا تقویه کوی.
د علی وزیر پر کور نه طالبانو برید کړی او نه د کوه‌قاف اوسېدونکیو، ښه ده چې ووایو د علی وزیر پر کور د پاکستان «د پګړیو پوځ» حمله وکړه. پاکستان د «ګوډ ټالیبان» اصطلاح لری، د دې یو مفهوم دا دی چې پاکستان په ښکاره د «ګوډ ټروریزم» د سپورټ مفکوره لری.
د پښتون‌ژغورنې غورځنګ پر وړاندې پاکستان د ولسونو پر سطح له هم داسې تحریکی او تخریشی فعالیتونو کار اخلی چې ځینې د کم سیاسی درایت څښتن ځوانان د تشدد ادبیاتو او فعالیتونو ته را وپاروی. څو ورځې وړاندې یوه پاکستان‌مېشته پښتانه ځوان پر خپله پاڼه یوه ویډیو خپره کړه، د دغه ځوان عمومی غوښتنه دا وه چې د غورځنګ غړی په خورا پېغورانه بڼه د عدم تشدد پر ځای تشدد ته را وبولی.

په ننۍ نړۍ کې زموږ د بقا تثبیت په عدم تشدد پورې غوټه دی، نن سبا زموږ ټول قوت عدم تشدد دی او اوس اوس پاکستان غواړی چې یو ځل بیا د زور دغه بټن زموږ له ګوتو لرې کړی. موږ د تشدد پر فلسفیانه وجود بحث نه کوو، ممکن یو ځای د تشدد توجیه اسانه وی او ضرورت ومنل شی، لکن موږ یې پر دې بحث کوو چې زموږ اوسنی شرایط داسې دی چې په تشدد کې مو ناکامی نغښتې ده.
زموږ د ځوانانو لوی کار به همدا وی چې د کرښې دواړو غاړو پښتنو ته د عدم تشدد اړتیا ثابته کړو. که دا ځل دغه بهیر بیا جول وخوری، بیا ځلې به د صراط المستقیم موندنه دومره کوټلې او اسانه نه وی.
د پښتون‌ژغورنې د غورځنګ له څنګه څنګه د عدم تشدد بحث د یوه ایډیالوژیک مانور په څېر پخپله اهمیت لری. دا یوه فلسفی پوښتنه ده چې ایا زور قوی دی او که نرمی؟ د نرمې غاړې او چاړې د نه خوړلو مقوله خورا مشهوره ده، لکن دغه شی هم مطلق نه دی. کله کله هغه د دروېش درانی خبره؛
که ژوندون غواړې په لستوڼی کې خنجر وساته
دنیا وجود د هیڅ کمزوری او مجبور نه منی

خو دغه مهارت بیا د ټولنپوهنې او د خلکو د ارواپوهنې له درک سره تړلی دی چې څه شی څه وخت وشی؟ که تشدد د یوې فلسفی پدپدې په حیث د مثبت کردار په توګه د توجیه وړ هم شی، نن سبا یې په پښتنو کې وخت نه دی، ځکه موږ د خپلو متشددانه حرکتونو د پایلو تاریخی نتایج لرو.
د پښتون‌ژغورنې روان غورځنګ له فردمحوری را ایستل هم غواړی او دې ته یې باید کار وویل شی. دغه غورځنګ دې د پښتون‌ژغورنې د فکر په یوه داسې تسلسل بدل شی چې په دې هکله د دوامداره فکر د تولید مرکزیت شی. په پاکستان کې عدم تشدد د پښتنو داسې اړتیا ده لکه پاکستان ته چې یې د متشدد کېدلو مساله مهمه ده. پښتانه دې د دغه مقاومت تقویې ته په تشدد کار وکړی چې پاکستان د پښتون‌ژغورنې غورځنګ ترې متشدد نه کړی.

سرخط ورځپاڼه

اړوند مطالب


په پاکستان کې د پښتنو د حقونو خوځښت او د پوځ په مقابل کې ودرېدل


د عدم تشدد پر مرکز د تشدد ډک برید/ سردار محمد همدرد


د پښتون ژغورنې غورځنګ وایی، د سوات غونډه به تاریخی وی


محسن داوړ د پاکستان د امنیتی ځواکونو له خوا ونیول شو

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=63324

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *