په پاکستان کې د انصاف او برابرۍ لپاره د یوه پښتون غږ| منظور احمد پښتین

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 104416


Fb-Button

د پښتون ژغورنې غورځنګ یا (PTM) مشر منظوراحمد پښتین دا لیکنه د نړۍ تر ټولو په معتبره ورځپاڼه (نیویارک ټایمز) کې خپره شوې او ستانه ګل احمدزی ژباړلې ده.


ژباړن: ستانه ګل احمدزی

د هیواد (پاکستان) قوی اردو هڅه کوی چې د مدنی حقونو سوله یېز غورځنګ مات کړی. د پاکستان د پوځ له خوا په ۲۰۰۹ م کال د افغانستان پولې ته د شمالی وزیرستان، په قبائیلی سیمه ( فاټا) کې د قوی پوځی عملیاتو له کبله ما خپل کور له لاسه ورکړ او موږ اړ شوو چې خپل کلی پریږدو.

په خیبر پښتونخوا صوبې، قبایلی سیمو، چې اوس له خیبرپښتونخوا سره یوځای شوی، او دغه راز بلوچستان کې تقریبا ۳۷ میلیونه پښتانه ژوند کوی، زمونږ دغه غریبه سیمه د تروریزم په خلاف په اوږدې جګړی کې ویجاړه شوه.

کله چې زه په لیسه یا هایی سکول کې وم نو مونږ ډیره اسماعیل خان ته لاړو، چې زمونږ څخه ۱۰۰ مایله لری پروت دی.  پاکستان له ۲۰۰۱ م کال څخه راپه دې خوا د تروریزم په خلاف په جګړی کې د برخې اخیستو له کبله زمونږ زموږ د سیمې ۶ ملیونه تنه بې ځایه شوی دی. د دې مودې نه را په دې خوا په لسګونه زره پښتانه د تروریستی حملو او پوځی عملیاتو له کبله وژل شوی، خو زمونږ اقتصادی ستونزې، سیاسی حقوق او تکلیفونه لا تراوسه پاکستان او نړۍ ته ډیر نه دې روښانه، ځکه چې د طالبانو د سقوط نه وروسته په دې سیمه باندې ډیر مختلف جنګیالی تیر شوی دی.

حکومت مونږ له پام وغورځولو او هیر یې کړو کله چې یې دغه جنګیالی او د سیمې  اوسیدونکې قتلول او په وحشت سره یې وژل. د جنګیالیو په خلاف د پاکستان پوځی عملیاتو له ځانه سره سپکاوی، بدمرغی، د عامو وګړو وژنه، بې ځایه کیدنه، جبری ورکیدنه، د ژوندانه چارو او معشیت خرابول درلودل. د پوځی عملیاتو په دوران کې هیڅ یو ژورنالیست ته د قببایلی سیمو د تګ اجازه نه ورکول کیدله.

کومو پښتنو چې دا سیمې پریښودلی وئ او نورو ښارونو ته کډه شوی وو ، په مشکوک سترګه ورته کتل کېدل او د دښمنۍ چلند ورسره کیده. مونږ د ترهګرو طرفداره او خواخوږی ګڼل کیدلو. ما زده کړې کولې چې د ژویو یا حیواناتو طبیب شم، خو د خپلو خلکو دغه خراب غمجن وضیعت زه او نور ملګری اړ کړو چې مدنی فعالیت پیل کړو.

۲۰۱۸ م کال په جنورۍ کې نقیب الله محسود، یو تجار او د لوړو هیلو خاوند چې په کراچۍ ښار کې یې کاروبار کاؤ. د سند ایالت پولیسو لخوا چې مشری یې یو مشهور بدنام آفیسر راؤ انور کوله، ووژل شو. ښاغلی انور، چې د محګمې له فیصلې پرته یې تر ۴۰۰ زیات قتلونه کړی، په ضمانت خوشی شو او آزاد چکر وهی.

په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې وروستۍ مظاهره

زه له ۲۰ نورو ملګرو سره یوځای د ډیره اسماعیل خان څخه تر پلازمینه اسلام آباد پورې په لاریون راووتلو. غږ خپور شو، مونږ پر خپل وخت اسلام آباد ته ورسیدو او په زرګونه کسانو لاریون کې برخه واخیسته. مونږ خپل غورځنګ د پښتون تحفوظ مومینټ یا پښتون ژغورنی غورځنګ بولو. زمونږ غورځنګ یو سوله یېز او پر آمن غورځنګ دی چې د پښتنو لپاره د امنیت او سیاسی حقونو غوښتونکی دی. د نقیب الله محسود له وژنې له پلټنې او انصاف نه نیولی بیا د زرګونه نورو پښتنو تر وژنی پورې چې د جنګیالیو او امنیتی ځواکونو لخوا ترسره شوی، د تحقیقاتو غوښتنه کوو. مونږ د خلکو د جبری ورکیدنې خاتمه غواړو.

د وفاداره او مالیه ورکوونکو اتباعو په صفت، مونږ د پاکستانن له امنیتی چارواکو څخه غوښتنه کوو چې زمونږ د ساتنې کردار ادا کړی، په سړکونو باندې د موټر د تلاشۍ په ځایونو او د عملیاتو په وخت کې د خلکو تکلیفول بند کړی. مونږ له اسلام آباد څخه غواړو چې په وزیرستان خښ کړی ماینونه او ناچاودیدونکی مواد پاک کړی.

مونږ له پوځی چارواکو سره ځینې غونډې او ملاقاتونه وکړل، خپلې اندیښنې مو ورسره شریکې کړې خو دوی زمونږ د اندیښنو په هکله هیڅ اقدامات ونه کړل. مونږ ډیری پرلتونه او لاریونونه وکړل او دوام مو ورکړ، هیله وه چې د پاکستان رهبران به یې واوری او اقدامات به وکړی. په بدل کې، هغوی د تهدید او تشدد نه کار واخیست.

د هر لوی لاریون نه وروسته، پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ مدنی فعالان او حمایت کوونکی د بلواګرو، خیانت کوونکو او تروریستانو په نامه بندیان او جریمه کړل. زمونږ ځینی مدنی فعالان لا تراوسه په زندانونو کې پراته دی لکه د استعماری دورې تعصب او تبعیض قانون، کوم چې په کتابونو کې نشته.

کله چې مونږ عسکر شو، دوی طالبان خلاص او زنځیرونه یې ورخوشی کړل. په جولای میاشت کې د طالبانو له خوا څلور د پښتون ژغورنې غورځنګ مدنی فعالان او حمایت کوونکی یې ووژل او په درجنو نور یې سخت ټپیان کړل. د  پوځ یو ویاند دغه طالبان د سولې کمیسیون غړی معرفی کړل او وستایل شول چې د تروریزم په ضد یې جګړه کړی او د دوی سره یې په ثبات او آرامۍ کې رول لوبولی.

په دې نږدې وختونو کې، په  ۲ د فبروری، آرمان لوڼی چې په یو کالج کې استاذ او د غورځنګ یو مخکښ رهبر  ؤ، په بلوچستان کې د یوې ترهګریز حملی نه وروسته د لاریون کولو په خاطر د پولیسو لخوا په وهلو ومړ. زما مدنی فعالانو ملګرو او ما د هغه جنازه او خاورو ته سپارولو کې برخه واخیسته. مونږ په مراسمو کې اشتراک وکړ، خو مجبوره یې کړو چې د نیمی شپې نه وروسته بلوچستان پریږدو. مونږ موټر چلاوه چې امنیتی ځواکونو زمونږ پر موټر باندې ډزې وکړې. زمونږ فعالیتونه او غوښتنې د هیواد د اساسی قانون مطابق دی، خو پوځ کوښښ کوی چې مونږ خاینین او د دښمن جاسوسان وښی.

د پاکستان پوځ یا ایسټیبلیشمینټ دا تائید کړې چې د پاکستان میډیا بلخصوص ورځپاڼو او تلویزونونو د پښتون ژغورنی غورځنګ په هکله هیڅ راپور او خبرونه نه دې خپاره کړی او د غورځنګ خلاف منفی تبلیغات کوی. د پاکستان پوځ په زرګونه داسې نغارې غږولی چې مونږ یې د افغانستان او هندوستان او امریکا جاسوسان یاد کړی یو. زمونږ زیاته برخه مدنی فعالان، خصوصاً ښځینه فعالانې په په انلاین توګه ډیر په بې رحمۍ سره ښکنځل او ځورول کیږی. د خواله رسنیو یو پوسټ، چې کمپاینی بڼه درلوده، د استخباراتو لخوا مونږ ته د خبراوی یو سبب وګرځید.

یو شمیر زمونږ د غورځنګ پلوی د وظیفو څخه وشړل شول. ډیر زیات مدنی فعالان د تروریزم قانون لاندې مجرمین وګڼل شول. احمدزیب محسود، کوم چې به په ماینونو کې صدمه لرونکی او اجباری ورک شوی کسانو لیستونه او معلومات راغونډول، چې یو وخت په خپله هم ورته صدمه رسیدلی ؤه، په جنوری میاشت کې ونیول شو.حیات پریغل، یو بل مدنی فعال دی، د څو میاشتو لپاره زندانی ؤ چې ولی یې زمونږ د غورځنګ څخه په خواله رسنیو کې ملاتړ کولو. هغه په اکتوبر کې له زندانه خوشی شو او د هیواد بهر تګ باندې یې بندیز ولګید چې په دوبۍ کې یې د دوایی کار وظیفه له لاسه ورکړه، کومه چې د هغه لپاره د عاید منبع ؤه.

ګلالی اسماعیل، یو مشهوره مدنی فعاله، د پاکستان څخه د وتلو ممانعت پری شوی. په ۵ فبروری، چې د ښاغلی لوڼی وژنی په هکله یې لاریون کولو، د دیرش ساعتونو لپاره په یو نامعلوم ځای کې یې په حبس محکوم شوی ؤه چې بیا له زندانه خوشی شوله. په اسلام آباد کې اوس هم ۱۷ مدنی فعالان د غورځنګ ملاتړی بندیان دی.

د پاکستان نوی وزیراعظم عمران خان چې په اګست میاشت کې واک ته ورسید، کوم چې یو وخت ځان پښتون اصلیت ښودلو، لیکن د هغه حکومت زمونږ د مدنی حقوقو او انصاف غوښتنو په هکله د دولت رویه بدلولو کې ډیر لږ یا ناچیزه عمل اجرا کړی.

د پاکستان فوځ غواړی چې په ټولو چارو باندې مکمل کنټرول ولری. مونږ کوم د تشدد یا ورانی غورځنګ پلوی نه یو، بلکی مونږ غواړو چې پاکستان بیرته پر اساسی قانون سمبال کړو. مونږ د پاکستان د ستری محکمی د اوسنیو فیصلو ځینی مشهوری رسم یا نقاشی کړی چې فوځی او استخباراتی ایجنسیانی باید د سیاست او میډیا نه لری یا مداخلت ونه کړی.

د اصلاحاتو راوستلو او هیواد جورولو په خاطر، مونږ غواړو یو واقعی او د روغی جوړی کمیسیون ولرو، کوم چې ارزیابی، پلټنی او زمونږ مشکلات او اندیښنی په صحیح توګه اداره کړی. د کوم وخت نه چې زمونږ غورځنګ را څرګند شوی، د محکمی فیصلی نه مخکې وژلو په هکله عامه نظر کې تغیر راغلی. د وګړ د ورکیدنی په هکله د لویو ګوندونو نظر یو شوی او په پاکستان کې قابل د قبول نه ده.

د قانون او جوړښتونو بدلونونه به وخت واخلی، خو لیکن د لسیزو هغه ویره او چوپتیا ماتیدل چې د فوځی سیستم په مقابل کې موجوده وه،  زمونږ یو ستره بریا او کامیابی ده، سره د دې چې، د پښتون ژغورنی غورځنګ رهبران او مشران بندیان او له وظیفو لری شوی دی.