په پاریس کې د یوې ۸۵۰ کلنې کلیسا چت نړېدلی

  • خپرول: ۲۷ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 112783

د فرانسې په مرکز پاریس کې په نوتردام کلیسا کې د اور د لمبو له کبله د دې ۸۵۰ کلنې کلیسا چت نړېدلی دی.

دغه نږدې سل متره مخروطی ډوله منار چې د فرانسې یوه مشهوره ودانۍ وه، پرون داسې مهال ونړېده چې د هغې لرګین چت د اور په لمبو وسوځېد.

وروسته بیا د اور لمبې بلې ودانۍ ته وغځېدې.

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون ملت ته خپله پلان شوې وینا وځنډوله او د پېښې سیمې ته ورغی.

ولسمشر مکرون پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلی:

“لکه زما نور هېوادوال، زه نن شپه خفه یم چې زموږ دا ځای سوځېدلی وینم.”

په داسې حال کې چې د اور وژنې کارکوونکی د لمبو د کنټرول په چارو بوخت دی، امنیتی ځواکونو سیمه کلابنده کړې ده.

پولیس وایی، د اور د لګېدو علت تر اوسه معلوم نه دی، خو د پاریس اوروژنکې ادارې ویلی چې دا کار په دغې ودانۍ کې د بیارغونی له کارونو سره تړاو لری.

تر اوسه په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112783

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *