په پارلمان کې معامله

  • خپرول: ۲۷ سنبله ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 37161

د پارلمان یوتن استازی ادعا کړی چې یوشمېر هغه نوماند وزیران چې ټاکل شوې پارلمان ته ور وپېژندل شی ، د پارلمان ځینو غړو ته ویلی چې په هغه صورت کې چې دوی ته د باور رایه ورکړی ، ددوی د پام وړ کسان به په مهمو بستونو کې وګماری.
په پارلمان کې د پکتیا خلکو استازی میریت خان منګل د جرګې په ناسته کې د جزییاتو وړاندې کولو او د نوماند وزیر نوم نه اخستلو پرته ویلی : “ ځېنو وکیلانو د کابېنې له نویو نوماند وزیرانو سره داسې معامله کړی چې په هغه صورت کې دوی ته د باور رایه ورکوی چې ددوی د پام وړ کسان د اړوند وزارت په ریاستونو کې د ګماری”.
منګل د نوماند وزیرانو او د جرګې غړو معامله د شرم ډک وباله او د پارلمان د اداری پلاوی څخه وغوښتل ترڅو د داډول معامله ګریو مخه ونیسی.
دی وویل چې په دې اړه اسناد په واک کې لری او د اسنادو پرته تور نه لګوی.
د پارلمان دغه استازی زیاته کړه “ که وزیران د معامله ګرۍ او د بډه په ورکولو سره د وزارت څوکۍ ته ورسېژی ، هیڅ کله نشی کولای د فساد مخه ونیسی .”
غلام حسین ناصری هم په دې اړه وویل “ د پارلمان بدنامه کېدو څخه د مخنیوی په موخه ، هغه استازی چې داډول تورنونه مطرح کوی ، باید د معامله کونکو استازو او نوماند وزیرانو نومونه افشا کړی .”

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=37161

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *