په پارلمانی ټاکنو کې د بې نظمیو د رامنځته کولو په موخه د طالبانو ګواښ او د کورنیو چارو وزارت غبرګون

  • خپرول: ۱۷ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 87734

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پر تاکنیزو اهدافو د بریدونو په اړه د طالبانو د ګواښ په تړاو غبرګون وښود.
د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلی، چې ”پارلمانی ټاکنې د ولسی نظام له اساسی رکن څخه دی. د افغانستان خلک له هغه شعور څخه برخمن دی، چې د ملی او ولسی چارو په ارزښت پوه شی. “
خبرپاڼه زیاتوی، چې لکه څنګه چې د امنیتی ستونزو سربېره رای ورکوونکو د نوم لیکنې په برخه کې ونډه واخیسته، خپله ملی دنده یې ترسره کړه او د هېواد ملی ځواکونو یې هم امنیت ټینګ کړ.
د کورنیو چارو وزارت په وینا، د افغانستان امنیتی ځواکونه خپله ټوله هڅه کوی چې د ټاکنو امنیت خوندی کړی او تیاری لری تر څو د امن ټاکنو زمینه د ټولو هېوادوالو لپاره برابره کړی. افغان امنیتی ځواکونه دا ځل هم د خدای تعالی په مرسته او کلکې ارادې سره د ولسی جرګې د ټاکنو امنیت ټینګوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87734

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *