په ټاکنو کې د رڼوالی په موخه د ولسمشر غنی ۴ ماده ایز فرمان

  • خپرول: ۱۷ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 75561

ولسمشر غنی د هېواد له سیاسی مشرانو سره د لیدنې وروسته په ټاکنو کې د رڼوالی ټینګښت په موخه یو ۴ ماده ایز فرمان صادر کړی دی.
ددغه فرمان له مخې چې د ولسمشر ویاند هارون چخانسوری له اخوا اعلان شوی، هیڅ څوک حق نه لری چې د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې لاسوهنه وکړی.
د ولسمشر په فرمان کې چارواکو او دولتی، پوځی، عدلی او قضایی کارکونکو او دغه راز د افغانستان ملی شورا استازو ته امر شوی چې په ټاکنو کې د لاسوهنې څخه ډډه وکړی.
همداراز په دغه فرمان کې ویل شوی چې د افغانستان امنیتی ځواکونه د ټاکنو امنیت ټینګشت ته اړ دی.
همداراز د ټاکنو کمیسیون مکلف دی ترڅو په ټاکنو کې د لاسوهنې هر ډول مورد اړوند مراجعو ته راپور ورکړی او قضایی بنسټونه هم باید هرڅه ژر دغه مورد ته رسېدنه وکړی.
د ولسمشری ماڼۍ ویاند هارون چخانسوری په دې خبری ناسته کې وویل چې له سیاسی مشرانو سره د ولسمشر ناسته د سلامشورې په موخه ترسره شوې ده.
چخانسوری همداراز وویل چې له سیاسی مشرانو سره د ولسمشر غونډې له څو ورځو راهیسې پیل شوی او په راتلونکې ورځو کې به هم دوام ومومی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=75561

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *