په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د روغې جوړې شورا د دوهمې غونډې ترسره کېدل

  • خپرول: ۲۱ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 112051

ولسمشرۍ ماڼۍ د روغې جوړې د عالی شورا مشری د دوهمې غونډې له ترسره کېدو خبر ورکړی دی.
دا ناسته نن له غرمې مخکې د ولسمشر محمد اشرف غنی په مشرۍ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې په لاره اچول شوې وه خو ارګ تردې دمه ددې پایلو په اړه هیڅ معلومات نه دی ورکړی.
د روغې جوړې شورا غړو ددې شورا د یکشنبه ورځې په غونډه کې هوکړه کړې ترڅو د حکومت استازو په ګډون یوه پلاوی د قطر په راتلونکې بین الافغانی غونډه کې د ګډون په موخه ور وپېژنی.
د روغې جوړې شورا د یکشنبه ورځې په غونډه کې له طالبانو سره د خبرو سرو کرښو د پېژندنې، د مرکچی پلاوی د ټاکلو، د روغې جوړې شورا د پراختیا او د مرکچی پلاوی دندو د کړنلارې د روښانه کېدو په موخه څلورو کمېټو ته دنده وسپارله.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112051

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *