په هیواد کې د پانګې د کموالی علتونه/ شوکت الله عابد

  • خپرول: ۱۲ دلو ۱۳۹۵
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 2390

پانګه څه ته وایې او د کمښت علتونه یې څه دی ؟

«ادم سمت )(Adam smith» د پانګې په اړه داسې وایې :

سرما یه (پانګه) یا Capital د یو شخص د شتمنۍ هغه برخه ده چې د نو ی عاید د لاس ته راوړلو با عث ګرځی .

«ایس ای توماس ( S-E-Tomas)» وایې :

ایس ای توماس د ځمکې نه علاوه د یو فرد او ملتونو د شتمنۍ هغه برخه چې د نورې شتمنۍ د منځ ته راتګ باعث ګرځی .

«الفرډ مارشال (Alfered Marshall)» وایې :

پانګه هغه شتمنی ده چې د تولیدی عامل په حیث کارول کیږی .

د پانګې د کموالی علتونه: 

په هر هیواد او هره جغرافیا کې د پانګې د کموالې علتونه ځانګړی وی خو که د اقتصادی ابعادو له نظره او اقتصادی موخو د ترسیم له اړخه ورته کتنه وشی نو ټولی عامه موخې د اقتصادی پرمختګ او ودې لپاره په نښه شوی دی چې باید تر لاسه شی ، د همدې مفهوم د را سپړلو په موخه زمونږ په هیواد کې د پانګې د کموالې عمده علتونه شتون لری چې ځینی یې په لاندې ډول دی .

  1. د پانګې د بازار کمزورتیا
  2. امنیتی ننګونې
  3. لږ او کم سړی سر عاید
  4. د سپماء سنتی رواج او سیستم
  5. ضعیفه او خراب اقتصادی سیستم
  6. تخنیکی علتونه
  7. ضعیفه سوداګریز سیستم او غیر مسلکی سوداګر
  8. د امکاناتو او فرصتونه کمزورتیا او داسې نور..

۱:د پانګې د بازار کمزورتیا :

د پانګې د بازار کمزورتیا هغه اقتصادی هیوادنۍ بدبختی ده چې تر اوسه زمونږ ملی او فردی اقتصاد ځپې ، هغه په دې معنی چې زمونږ په هیواد کې یو جامع ،ملی او مؤثر د پانګې بازار یا Capital Market شتون نلری ، تر څو ملی اقتصادی نظام پیاوړی او د پانګې اړوند ستونزو ته حل لاره راپیدا کړی .

۲:امنیتی ننګونې :

امنیتی سکتور تر هر څه وړاندې په هر یو بل سکتور باندې سیده او ناسیده تاثیرات واردوی ، د کورنیو جګړو او بهرنیو مداخلو په پایله کې زمونږ هیوادنی امنیتی ثبات او ارامی ځپل شوی او تر دې دمه امنیتی بنسټیزې ستونزې شتون لری . همدا ستونزې د پانګې په کموالې او اقتصادی وضعیت مستقیم اونامسقیم تاثیر لری ، ویلی شو چېهمدا ننګونی دملی سوداګرو او بهرنیو سوداګرو د پانګه ونې په مخکې لوی خنډونه هم شمیرل کیږی .

۳: لږ او کم ملی او سړی سر عاید:

د اقتصادی ابتدایې اصلاحاتو ، سیاسی او قانونی اصلاحاتو او بهرنیو هر اړخیزو مرستو سره سره د ملی عاید او سړی سر عاید کچهد نورو هیوادونو پرتله کمه ده، خو بیا هم په یاده برخه کې پام وړ بدلون راغلی دی.

ټیټه کچه عاید لرونکې وګړی سپماء نه شی تر سره کولی ، نو کله چې سپماء تر سره نه شی نو د پانګې مقدار هم راټیټیږی.

لوړې او منځنۍ کچې عاید لرونکې وګړی هڅه کوی تر څو د ښه ژوند کولو لپاره په هیواد کې دننه عصری کورونه ، موټرونه او نورو تقاضاو ته ځواب ووایې او یا هم خپله پانګه بهرنېو هېوادونو ته د سپماء او پانګونې په موخه انتقالوی ، نو همدا او ورته نور دلایل دی چې زمونږ ملی او سړی سر عاید کم او په ټیټه سطحه کې قرار لری.

۴:دسپماء سنتی رواج او ضعیفه اقتصادی سیستم :

د ډیر ملحوضاتو او اقتصادی بې باوریو تر څنګ اقتصادی او مالی عامه پوهاونه کمرنګه ده ،اکثریت وګړی خپلې پیسې په کورونو کې له ځانه سره ذخیره کوی ، که دغه پیسې بانکونو کې د سپماء په حسابونو کې وساتل شینو ، بانکونه به ددغه پیسو څخه اعظمی استفاده وکړی، او بله دا چې په لیرې پرتو سیمو کې د کمو اقتصادی فعالیتونو په وجه کم عاید تر لاسه کیږی ، نو که عاید کم وی طبعیی ده چې سپماء هم کمه وی ، په همدې ترتیب سره د پانګې اچوونې اندازه هم کمه وی  ، او ورته بله سنتی او مروجه موضوع سره زر او قیمتی زیورات دی ، چې پانګه لرونکې او په ځانګړی توګه ښځینه اقتصادی ځواک خپلې پیسې یې په پیرلو مصرفوی ، او په کورونو کې یې له ځانه سره ساتی یا یې کاروی چې دغه اقتصادی معاملې د پانګې په تقویت کې کوم رول نلری ،او دپانګې بڼه هم نه غوره کوی ، بلکې د رقم اندازه هم د نرخونو دبدلون څخه متاثره کیږی او یا هم د استهلاک په وسیله په راتلوونکې کې پانګه کمیږی .

۵:ضعیفه او خراب اقتصادی سیستم:

هیوادنی اقتصادی سیستم او مالی بازار لا تر اوسه په نړیوال او یا هم د پرمختللو مملکتونو په څیر معیاری نه ده ، لوی کمپنۍ او شرکتونو خپلو اسهامو د خرڅلاو لپاره د اسهامو بازار نلری ، د بهرنۍ کرنسۍ د بدلونې لپاره منظم مارکیټ شتون نلری ، زراعتی سیستم مو لا تر اوسه سنتی او مروج سیستم دی ، د زراعتی توکو د پروسیس لپاره په پوره توګه امکانات نلرو او ضایعات ډیر دی ،  په مختلفو دلایلو د ځمکې کموالی هم شتون لری ، نو دا ټولې اقتصادی ننګونو د پانګې اندازه راکمه کړی ده.

په دې برخه کې لومړی د هیواد په کچه د پانګې بازار ته اړتیا ده تر څو پانګوال و هڅول شی چې د سهمونو په پیرلو او پلورلو سره خپله پانګه ډیره کړی .

۶:تخنیکی علتونه:

مونږ د یو زراعتی هېواد هستوګن یو ، د USID او د کرنې او مالدارۍ وزارت د احصایې له مخې ( ٪ ۸۰ ) وګړی یې په زراعتی کړنو بوخت دی، که په تخنیکی او مسلکی ډول یادې برخې ته کتنه وشی نو په همدې سکتور کې د وګړو عاید کم او یا هم په هغه اندازه نه دی چې د پانګې زیاتوالی په کې صورت ونیسی .

که د زراعت په برخه کې د پروسیس او تولید لوی فابریکې جوړې او فعال شی نو د پانګې د ډیرښت لپاره مؤثر اقدام دی.

۷: ضعیفه سوداګریز سیستم او غیر مسلکی سوداګر:

هېوادنۍ سوداګریز سیستم او تر ډیر غیرې مسلکی سوداګر ، د سوداګرۍ په مختلفو ساحو کې د ګټې او تاوان تر مینځ اړیکې نه سنجوی او یا هم په ټوله کې خطر یا ریسک نه قبلوی . که په تولیدی فابریکاتو او نورو پانګوونو کې داسې یو مسلکی اقدام وشی چې وګړو سپماء شوې پیسې وکاروی نو د پانګې دوران رامنځته کیږیاو بالاخره پانګه ډیریږی .

۸:د امکاناتو او فرصتونه کمزورتیا:

هیوادنی مالی او بانکې سیستم ضعیفه او کمزوری دی ، په لیری پرتو اونیمه ښاری سیمو کې د پانګوونکی لپاره لازم او مناسب فرصتونه او امکانات شتون نلری ، او یا هم دولتی او نادولتی بانکونه لازم امکانات نلری تر څو د وګړو هغه پانګه او پیسې چې بدون له کومې ګټېذخیره وی یا په اقتصادی اصطلاح د Ideal Capital د کارونې لپاره مؤثر پروګرامونه شتون نلری او که وی هم نو ډیر ضیفه دی.

لکه څنګه چې مو د مخه یادونه وکړه په دې برخه کې د عامه پوهاوې کمپاین او پروګرامونه هم کمرنګه او ضعیفه دی ، تر څو وګړی پر دې پوهه کړی چې د کومو مؤثرو لارو چارو پانګه زیاتوالی مومی .

پایلې:

پانګه هغه شتمنی او ثروت دی چې د نویو او نورو عوایدو د ترلاسه کولو سبب ګرځی ، یعنی هغه اندازه پیسې یا پنډیوه سوداګرۍ یې په دې موخه پانګونه تر سره کوی چې نوی عاید او پیسې تر لاسه شی او په همدې تسلسل پانګه زیاتوالی و مومی.

پورته تعریف (ادم سمیت) هم په ورته توګه د پانګې لپاره وضع کړی دی .

که د پانګې د تعریف او تشریح تحلیل شی نو ثابته به شی چې پانګه د هیوادونو او وګړی په اقتصادی ودې کې د پام وړ او کلیدی رول لری ، او حتی ویلی شو چې د پانګې د زیاتوالې پرته اقتصادی وده نه رامنځته کیږی .

نو همداشان زمونږ په هیواد کې د پانګې د کموالې عمده پورته او نور مرتبط علتونه شته چې د پانګې د زیاتوالې مخه یې ډب کړې ده ، په دغه صورت کې د پانګې د زیاتوالې او ډیرښت لپاره دولت او خصوصی سکتور اړ دی چې یاد خنډونه او علتونه له منځه وړلو لپاره مؤثرې اقتصادی تګلارې په کار واچوی تر څو مو په هیواد کې ټولې اقتصادی زیرمې او پانګې په مسلکی او مؤثرو میتودونووکارول شی او په پایله کې به د پانګې زیاتوالی صورت و مومی . په درناوی

اړوند مطالب


کرنه څنګه وده کوی!؟ /لیکوال: شوکت الله عابد


د کابل د بریدونو مالی زیانونه څوک جبرانوی؟ / ذبیح الله خورشیدی


د اشرف غنی د راتګ غږ او د هیواد پر اقتصاد یی مثبتی اغیزې/ نجیب الله آزاد


چې دا عابد ې لا څوک شو ؟ – مطیع الله عابد

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=2390

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




− 1 = 5