په هند کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۶۶ کسان وژل شوی

  • خپرول: ۲۰ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 68961

د هند سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې په بمبیی ښار کې د موسمی بارانونو او د سېلابونو د بهېدو له امله لږترلږه ۶۶ تنه ووژل شول.
راپورونه ښیی چې د سختو بارانونو د ورېدو له امله څه باندې ۱۰۸ هوایی الوتنې او د ګڼ شمېر رېل ګاډو د سفر پروګرامونه په دغه هېواد کې لغو شوی دی.
په هند کې موسمی بارانونه او سېلابونه هرکال د لسګونو کسانو ژوند اخلی. تېرکال هم په هند کې د موسمی بارانونو او سېلابونو له امله لږترلږه ۷۳ تنه ووژل شول.
په هند کې موسمی بارانونه د جون له میاشتې پیل او د جولای تر میاشتې پورې دوام لری.
تېر کال هم د موسمی بارانونو په لومړنی فصل کې ۲۶ کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړ.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=68961

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *