په هلمند کې شپږو پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړ

  • خپرول: ۱۵ قوس ۱۳۹۷
  • نوملړ: خاورمیانه
  • د خبر شميره: 91972

۵۱ تیره ثانیه

د هلمند ولایت د نهر سراج ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې د شاهره ۶۰۱ پر امنیتی پوسته د وسله والو طالبانو  د برید او نښتې په پایله کې شپږو پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هلمند د ولایتی شورا یوې سرچینې خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې دغه نښته نن سهار( لیندۍ ۱۵) دنهر سراج ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې د ۶۰۱ شاهراه پر ګولایی امنیتی پوسته باندې ترسره شوی ده.

د نوموړې پر وینا په دې نښته کې چې نږدې درې ساعته یې دوام وکړ شپږ پولیس وژل شوی او وسله وال طالبان هم له سیمې تښتیدلی دی .

یو تن عینی شاهد محمد عیسی خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې نن ورځ لویه لار تړل شوی وه او د ډزو غږونه هم اوریدل کېدل.

نوموړې څرګنده کړه چې له څو شیبو وروسته د سهار د ۹ بجو په شاوخوا کې لویه لار د دویم ځل لپاره خلاصه شوه.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=91972

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




29 − = 19