په هلمند کې د ملی اردو د یوه کنډک قوماندان شېر احمد شاهی ووژل شو

  • خپرول: ۲۷ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 112791

د هلمند په نادعلی ولسوالۍ کې د ملی اردو د کنډک قوماندان شېر احمد شاهی ووژل شو.

د ۲۱۵ میوند قول اردو د رسنیو دفتر وایی چې دغه قوماندان په لغمانی کلی کې خپلو ځواکونو ته د مرستی لپاره ورغلی و چې د طالبانو په مخامخ جګړه کې ووژل شو.

له ده سره یو بل سرتېری هم وژل شوی او دوه نور ټپیان دی.

د ۲۱۵ میوند قول اردو زیاتوی چې په دې جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو دقیقه شمېره یې نه ده ښودلې.

په یوه بل خبر کې راغلی چې په هلمند کې د ملکی وګړو پر موټر د ماین په چاودنه کې د ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه ټپیان شوی دی.

د هلمند د والی له دفتره په یوې اعلامیې کې راغلی چې دا پېښه تېر ماښام د ګرشک ولسوالۍ بازار ته څېرمه شوې ده.

اعلامیه زیاتوی چې وسله والو مخالفینو په ګڼه ګوڼه بازار کې پر یاد موټر کې مقناطیسی بم ځای پرځای کړی دی.

د اعلامیې له مخې، ټول ټپیان تر درملنې لاندې دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112791

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *