په هلمند کې د امریکایانو په هوایی برید کې ۶تنه افغان سرتیری ووژل شول

  • خپرول: ۱۰ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: خاورمیانه
  • د خبر شميره: 87466

۶ تیره ثانیه

د هلمند سیمه ایزو چارواکو خبر ورکړی دی چې ددې ولایت په نادعلی ولسوالۍ کې د امریکایی ځواکونو په هوایی برید کې د هېواد ۶ تنه نظامی سرتیری وژل شوی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې، د هلمند د والی ویاند عمر ځواک ددې خبر په تاییدولو سره وویل چې په نادعلې ولسوالۍ کې د امریکایی ځواکونو له لورې په هوایی برید کې د هېواد ۶ تنه سرتیری وژل شوی او له ۲۰ تنو څخه زیات ټپیان شوی دی.

د هلمند د والی د خبرو پر بنیاد د امریکا په مشرۍ بهرنیو ځواکونو تیره ورځ د طالبانو د مرکزونو پر وړاندې هوایی بریدونه ترسره کول چې یو یو راکټ د کورنیو ځواکونو په یوه مرکز ولګیدو او د ۶ تنو سرتیرو ژوند یې واخیست او نږدې ۳۰ تنه نور یې ټپیان کړل.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د دیره امریکایی ځواکونو له لورې تل د ملکی وګړو او نظامیانو د مرکزونو د په نښه کولو راپورونه رارسیږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87466

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *