په هلمند ولایت کې ۱۶ تنه امنیتی ځواکونه د خپل نفوذی همکارانو په واسطه په ډزو ووژل شول

  • خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 44472

د وسله والو طالبانو یوه نفوذی کس په هلمند کې ١۶ دولت پلوه وسله وال وژلی دی.
د هلمند د ګرشک ولسوالۍ یوې امنیتی سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن یکشنبه ازادی راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه ناوخته د باباولی هوټل په سېمه کې شوې ده.
نوموړی وویل چې وسله والو طالبانو د دولت پلوه وسله والو وسلې له ځانه سره وړې دی.
خو د هلمند امنیتی چارواکی دا خبر نه تأییدوی.
بل خوا د کورنیو چارو وزارت وایی چې د ګرشک ولسوالۍ په سیدان کلی کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې درې وسله وال وژل شوی او دوه نور ټپیان دی، خو د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپانه کې ویلی چې په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44472

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *