په هلمند ولایت کې د یوې چاودنې له امله ۳ کسان ټپیان شول

  • خپرول: ۲۲ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 83240

د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکی د یاد ولایت په لشکرګاه ښار کې په یو موټر کې د چاودنې له امله د دریو کسانو له ټپی کېدو خبر ورکوی.
د هلمند ولایت دفتر رسنیو ته ویلی چې دغه چاودنه نن پنجشنبه په لشکرګاه ښار کې د سولې په څلور لاره کې ترسره شوې ده. تراوسه روښانه نده چې آیا دغه چاودنه د مقناطیسې ماین له امله وه یا ځانمرګی برید.
د راپور له مخې دوه تنه ټپیان د موټر سپرلۍ ول چې د چاودنې موخه ګرځول شوی او یوبل تن پلی شخص وو. په همدې حال کې تراوسه کوم شخص یا ډله ددې پېښې مسولیت نه دی پرغاړه اخیستی.
هلمند د هېواد یوله جنوبی ولایتونو څخه دی او طالبان د هغه په ځینو ولسوالیو لکه سنګین او موسی قلعه کې فعال حضور لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=83240

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *