په هلمند ولایت کې د ماین چاودنې له امله ۴ ملکی وګړی ووژل شول

  • خپرول: ۲۴ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 87985

د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکی منی چې په یاد ولایت کې د سړک غاړې ماین د چاودنې له امله ۴ ملکی وګړی وژل شوی او دوه نور ټپیان شول.
د هلمند ولایت مطبوعاتی دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې دا پېښه نن سه شنبه په ناوه ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو مسافر وړونکی موټر د سړک غاړې له ماین سره برابر شو.
د خبرپاڼې له مخې، دا ماین وړاندې د طالبانو له خوا ځای پرځای شوی وو. طالب ډله تردې دمه په دې اړه کوم نظر نه دی څرګند کړی.
داپه داسې حال کې ده چې نېږدې یوه اونۍ وړاندې یوناما د یو راپور په خپرولو سره د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې د ملکی وګړو تلفاتو له زیاتوالی څخه خبر ورکړی وو.
د یوناما د راپور له مخې، د جنوری میاشتې له پیل څخه د سپټمبر میاشتې تر وروستیو پورې، ۲۷۹۸ تنه ملکی وګړی وژل شوی او ۵۲۵۲ تنه نور ټپیان شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87985

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *