په ننګرهار کې د داعش ۱۱ غړی وژل شوی

  • خپرول: ۲۱ دلو ۱۳۹۵
  • نوملړ: دویچه وله
  • د خبر شميره: 4470

د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد حسین مشرقیوال، روښانه کړې ده چې برید د چهارشنبې په ورځ شوی او پکښې د ترهګری ډلی داعش دوه قوماندانان چې محمد عمر صدیق او عمر فاروق نومیدل، وژل شوی دی. پر دې سربیره شپږ نور کسان ټپیان شوی هم دی.

د امریکا متحدو ایالاتو د سمندری ځواکونو کپتان بیل سلون، تائید کړې ده چې د ناټو ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د ترهگرۍ ضد عملیات کړی دی. هغه په دې اړه نور جزئیات نه دی ورکړی.

په افغانستان کې په وروستیو وختونو کې ترهگری ډلی داعش هم سر راپورته کړی دی. دغه ډله چې پر حکومت سربیره د طالبانو له مخالفت سره هم مخامخ ده، څو وارې په ځانګړې توګه پر افغان شعیه مسلمانانو باندی خونړی بریدونه کړی دی.

نور مطالب:

  • default

    داعش څرنگه په افغانستان کی له کوچنیانو کار اخلی؟

    په افغانستان کی د تروریستی ډلی «اسلامی دولت» (داعش) وروستی انځورنه ښیی چی دوی څرنگه له کوچنیانو څخه د تروریستی هدفونو او تبلیغاتو له پاره کار اخلی.

  • default

    داعش څرنگه په افغانستان کی له کوچنیانو کار اخلی؟

    دغه انځورونه د اگست میاشتی پر اوله نېټه په کونړ ولایت کی اخیستل سوی دی. کونړ له پاکستان سره اوږده پوله لری او ویل کیږی چی هلته ډېر پاکستانی طالبان پټیږی.

  • default

    داعش څرنگه په افغانستان کی له کوچنیانو کار اخلی؟

    د تروریستانو له خوا د کوچنیانو د روزنی یوه برخه. تروریست خپل مخ پټوی خو کوچنیان چی روزی د هغوی مخونه نه پټوی.

  • default

    داعش څرنگه په افغانستان کی له کوچنیانو کار اخلی؟

    د تروریستانو له خوا د «خراسان» نقشه

    تروریستی سازماان «اسلامی دولت» تر دې دمخه د یوې جغرافیایی نقشې په خپرولو سره حتی د افریکا او اروپا ځینی برخی په خپل «خلافت» کی شاملی گڼلی دی.

  • default

    داعش څرنگه په افغانستان کی له کوچنیانو کار اخلی؟

    له کوچنیانو څخه د تروریستی هدفونو له پاره کار اخیستل د داعش پخوانی کار دئ. کوم انځورونه چی د دغی تروریستی ډلی له خوا له عراقه خپاره سوی، ښیی چی دوی څرنگه کوچنیان پر تروریستی بریدونو کی کاروی.

  • default

    داعش څرنگه په افغانستان کی له کوچنیانو کار اخلی؟

    څه موده مخکی وسله والو طالبانو په افغانستان کی داعش ته گواښ وکړ، چی د افغانستان په «جهاد» کی مداخله نه کوی. په افغانستان کی ځینی طالبان له داعش سره یو ځای سوی دی.

  • default

    داعش څرنگه په افغانستان کی له کوچنیانو کار اخلی؟

    پر کوچنیانو باندی هر ډول خبره ډېر ژر اغېزه کوی او په دې سره په اسانۍ سره سړی کولای سی هغوی «جهاد» ته تیار کړی. ځکه نو تروریستی ډلو لکه داعش د کوچنیانو روزلو ته مخکه کړې ده.

  • default

    داعش څرنگه په افغانستان کی له کوچنیانو کار اخلی؟

    څه موده دمخه د افغانستان د ملی امنیت ادارې خبر ورکړ چی په دغه هیواد کی ئې د حافظ سعید په نوم د داعش یو قوماندان له خپلو ۳۰ انډیوالانو سره په یوه هوایی یرغل کی وژل سوی دئ.

  • default

    داعش څرنگه په افغانستان کی له کوچنیانو کار اخلی؟

    په دې وروستیو کی د وسله والو طالبانو څو قوماندانان له تروریستی ډلی اسلامی دولت سره یو ځای سول او د افغانستان په ختیځ کی دغه ډله نوره هم پیاوړې سوه.

    لیکوال: حسین کرمانی


شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=4470

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *