په ننګرهار ولایت کې د کریکټ په لوبغالی کې د چاودنې له امله درې لوبغاړی ووژل شول

  • خپرول: ۲۱ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 44326

ننګرهار سیمه ییز چارواکی وایی، په بټی کوټ ولسوالۍ کې نن ‘جمعه فبرورۍ نهمه ‘ مازدیګر ناوخته د کرېکټ یو ځایی لوبغالی کې چاودنې درې تنه وژلی او دوه نور یې ټپیان کړی.
چارواکی وایی، چاودنه مازدیګر ناوخته څه کم پنځه بجې د چهاردهی سیمې د کرېکټ په یو لوبغالی کې داسې مهال شوې چې د کرېکټ لوبه په کې روانه وه.
د بټی کوټ ولسوال نعمت نورزی بی بی سی ته وویل، چاودېدونکی توکی د لوبې له پیله مخکې د پیچ په منځ کې ایښودل شوی و.
هغه وویل:
”د کرېکټ لوبه روانه وه چې چاودنه وشوه، چاودېدونکی توکی د پیچ په منځ کې اېښودل شوی وو. ”
د ننګرهار د والی ویاند وایی، وژل شوی کرېکټ لوبغاړی دی چې یوه یې زده کوونکی او دوه یې د پوهنتون محصلین وو.
ښاغلی خوږیاڼی، د یو ژوبل روغتیایی وضیعت د اندېښنې وړ وباله.
تر دې دمه د پېښې په اړه کومې وسله والې ډلې څه نه دی ویلی.
بټی کوټ د ننګرهار یوه له نا امنو ولسوالیو ده چې د وسله والو طالبانو نفوذ په کې ډېر او وخت ناوخت ترې د ناامنیو او پېښو راپورونه ترلاسه کېږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44326

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *