په ننګرهار ولایت کې د چرګانو ۱۶ فارمونه ګتې اخستنې ته وسپارل شول

  • خپرول: ۷ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 41563

په ننګرهار کې ۱۶۰ کورنیو ته د چرګانو ۱۵ فارمونه جوړ شول.
د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس رفیع الله رحیمزی وویل چې دغه فارمونه په ټولیز ډول د ۵ زره او ۶۰۰ چرګانو د روزنې ظرفیت لری.
رحیمزی وایی، د دغو فارمونو د جوړولو ټولیز لګښت ۱۵۵ زره ډالر دی چې د ملګرو ملتونو د ادارې یا «UNHCR»له خوا ورکول شوی دی.
یاد فارمونه د جلال اباد ښار په مجبوراباد، نوراباد، زرین اباد، ګل اباد او ظفر اباد سیمو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
یادې کورنۍ به د چرګانو د هګیو په خرڅلاو سره کورنی اقتصاد پیاوړی او خپلې اقتصادی ستونزې هوارې کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41563

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *