په ننګرهار ولایت کې د تندر پریوتو په پېښه کې ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

  • خپرول: ۳۱ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 85228

د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکی وایی د تندر پوریوتو په پېښه یو تن وژل شوی او شاوخوا درې نور ټپیان دی.
د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې ویلی، چې پېښه پرون جمعه د کوټ ولسوالی اړوند د عطا خان کلی په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
خبرپانه زیاتوی، چې د پیښې له امله د اصحاب الدین په نوم یو مخور وژل شوی او د یو سیمه پولیس په ګډون درې نور ټپیان دی.
په خبرپاڼه کې راغلی ”ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ په عطا خان کلی کې نن د وږې په دیرشمه مازیګر نږدې ۴ بجې د اسمانی تندر پریوتو پېښه کې د اصحاب الدین په نوم یو مخور شهید او د یو ماشوم او سیمه ییز پولیس په ګډون درې نور ټپیان شوی دی“.
خبرپاڼه زیاتوی، چې همدا راز د دې ولایت په شیرزادو،خوږیاڼو او پچیراګام ولسوالیو کې د اورښتونو ترڅنګ ږلۍ هم شوې،چې په یو شمیر سیمو کې یې فصلونو،ونو او نورو برخو کې زیانونه اړولی دی .

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=85228

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *