په ننګرهار ولایت کې د بې پیلوته الوتکو په بریدونو کې ۱۷ داعشیان ووژل شول

  • خپرول: ۲۴ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 41123

د ننګرهار ولایت چارواکی وایی چې اچین او هسکې مېنې ولسوالۍ کې د داعش پر سنګرونو هوایی بریدونه شوی، چې اولس داعش وسله وال پکې وژل شوی دی.
د ننګرهار د والی ویاند عطا الله خوږیاڼی وایی، تیره ورځ ناوخته د هسکی مینی ولسوالی انګورقلعه په ساحه کی بې پیلوټه الوتکې هوایی برید ترسره کړی، چی په ترڅ کې یی ۱۴ تنه داعش وسله وال وژل شوی.
خوږیاڼی دغه راز وایی، د اچین ولسوالۍ پیښی اړوند تختو په سیمه کی هم هوایی برید ترسره شوی چی په پایله کې دری داعش وسله وال وژل شوی .
نوموړی زیاتوی چې په دغو بریدونو کې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوې دی.
تر اوسه داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دی ویلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41123

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *