په میدان وردکو ولایت کې ۱۱ امنیتی پوستې د طالبانو له خوا سوځول شوی

  • خپرول: ۲ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 65337

چارواکی وایی چې بېګاه شپه لسګونو طالبانو د میدان وردګو ولایت د جلرېز ولسوالۍ پر امنیتی پوستو بریدونه کړی‌دی.
د میدان وردګو ولایتی شورا غړی شریف‌الله هوتک سلام وطندار ته وویل چې له سختې جګړې وروسته د عامه نظم ۱۱ پوستې د طالبانو لاس ته لوېدلی او طالبانو شاوخوا ۹۰ امنیتی سرتېری له وسلو او تجهزاتو سره وړی دی او امنیتی پوستې یې سوځولې دی.
د میدان وردګو د والی ویاند عبدالرحمن منګل سلام وطندار ته وویل چې له میدان وردګو، لوګر، غزنی او هلمند ولایتونو سلګونو طالبانو د جلرېز ولسوالۍ نیولو له‌پاره راټول شوی او پر امنیتی پوستو یې بریدونه کړی.
ښاغلی منګل زیاتوی چې دغه بریدونه پر شا تمبول شوی او تراوسه په‌کې ۵ طالبان وژل شوی او لسګونه نور ټپیان دی.
د والی ویاند وایی، اوس هم په جلرېز ولسوالۍ پوځی عملیات روان دی.
طالبانو تراوسه پورې په‌دې اړه رسنیو ته څه نه‌دی ویلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=65337

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *