په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکی هیلی استعفا ورکړه

  • خپرول: ۱۸ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 87749

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد د استازې نیکی هیلی استعفا منلې ده، خو د روان کال تر پایه به ملګرو ملتونو کې پاتې کېږی.
ټرمپ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، نیکی هیلی به چې “دنده یې په ښه ډول ترسره کړه” راتلونکی کال خپله دنده پرېږدی.
۴۶ کلنې نیکی هیلی چې د ټرمپ په اداره کې یوه له هغو ښځو وه، چې لوړه څوکۍ ورکړل شوې وه،‌ د خپلې دندې پرېښودو لامل نه دی روښانه کړی.
نوموړې له دوو کلونو راهیسې ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې ده.
نیکی هیلی هغه ګنګوسې رد کړې چې ګنی د ۲۰۲۰ کال ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان نوماندوی. هغې خبریالانو ته وویل، دا د “دغه کس” ملاتړ کوی او ټرمپ ته یې اشاره وکړه.
نوموړې رسماً د خپلې استعفا تر اعلانولو وړاندې پر ټویټر خپلې استعفا ته اشاره کړې وه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87749

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *