په مزارشریف ښار کې د کورنیو چارو وزیر او عطا محمد نور خبرې اترې

  • خپرول: ۱۸ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 40937

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک په مزارشریف ښار کې د جمعیت اسلامی له اجرایی مشر عطا محمد نور سره لیدنه وکړه.
ویل کېژی ددغو خبرواترو اصلی موضوع د حکومت او ښاغلی نور اختلافونو لمنځه وړل بلل شوې ده.
ښاغلی نور په خپله فېسبوک پاڼه لیکلی چې په دغه کتنه کې د هېواد روانو حالاتو ، وروستیو بدلونونو او د شمالی برخې په ځانګړی ډول د بلخ ولایت امنیتی حالاتو پرسر بحث او خبرې وشوې.
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر په داسې حال کې بلخ ته تللی چې د بلخ نوی والی محمد داوود ویاند رحمت الله فطرت هیله مندی څرګند کړی چې د عطا محمد نور د استعفا منظوری پرسر اختلافونه پای ته رسېدلی او د بلخ نوی والی یاد ولایت ته تللی او خپل کار پیل کړی دی.
ویس احمد برمک تېر ماښام مزارشریف ښار ته ولاړ.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=40937

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *