په مریخ کې د اوسېدلو په صورت کې به ژوند څنګه وای؟

  • خپرول: ۲۴ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: تکنالوژي او معلومات
  • د خبر شميره: 99759

ژباړه او زیاتونه: رحمت الله کټوازی
د ځمکې خلک د مریخ د نیولو (خپلولو) لپاره خورا ډېرې خبرې کوی. خو کله مو دا فکر کړی چې دا به څنګه وای چې دغه څه مخکې له مخکې واقع شوی وای؟ او لومړنی انسانان په دغه سره سیاره (مریخ) کې مېشت شوی وای؟
په مریخ کې به څه ډول ژوند وو؟ ایا موږ به د مریخ پر مخ د اوسېدلو توان لرلای او که به یې پر سطحه له لګېدونکیو لمریزو وړانګو نه پټ وای؟ ایا موږ به په دې توانېدلی وای چې مریخ مو د اوسېدو په مېنه بدل کړی وای؟
کله مو دې سرې سیارې ته د تګ نیت کړی؟ مریخ ممکن موږ ته شاو خوا ۵۶ میلیونه کیلو متره نږدې وی، چې ۳۴.۸ میلونه میله کېږی. د مریخ اندازه د ځمکې د اندازې شا خوا نیمایی (۵۳٪) ده، چې تر عطارد وروسته په لمریز نظام کې دوهمه کوچنۍ سیاره ده. د مریخ نوم د رومیانو د جنګ له خدایه اخیستل شوی. د مصر د قاهرې ښار تر مریخ وروسته په دغه نوم ونومول شو، دا ځکه چې داسی ادعا کېږی چې دغه سیاره هم په هماغه ورځ وموندل شوه چې د قاهرې ښار جوړ شو. دغې سرې سیارې ته لومړنۍ فضایی بېړۍ په کال ۱۹۶۵ کې واستول شوه چې مارینر ۴ نومېده. مریخ کې دوه سپوږمۍ موجودې دی چې (Phobos) او (Deimos) نومېږی. مریخ په لمریز نظام کې هغه سیاره ده چې تر ټولو لوی غر پکښې دی او تر ټولو ډېر خاورین(له ګرد او دوړو سره مله) طوفانونه لری. د مریخ د ځمکنۍ سطحې اندازه شاوخوا د ځمکې د سطحې له اندازې سره یو شان ده. د مریخ د ځمکی رنګ ځکه سور دی چې د ځمکې سطحه یې د اوسپنې په منرالونو پوښلې ده. په مریخ کې د تودوخې درجه کېدای شی ۱۵۳ ته را ولوېږی چې (۲۲۵ فارنهایټ) کېږی او لوړه درجه یې ممکن ۲۰ ته لوړه شی چې (۷۰ فارنهایټ) کېږی. د تېرو کلونو ډېرې موندنې دا په ډاګه کوی چې د مریخ په ځینو برخو کې ژوند ممکن دی. په کال ۲۰۱۴ کې د ناسا فضایی بېړۍ په یاده سیاره کې د مېتان ټوټې موندلې وې چې ددوئ په اند، ددې شونتیا یې ښکاره کوله چې د مریخ ځینی برخې ممکن د ژوند کولو پاره مساعدې وی. ددې تر څنګ، ساینس پوهانو د اوبو او نورو اړینو موادو نښې، چې د انسان د ژوند کولو لپاره اړینې دی، هم موندلی. اما، د اوبو هغه اندازه چې په مریخ کې شته، ممکن د ځمکې د سمندرونو یواځی ۱٪ سلنه اوبه ولری. ددې ترڅنګ، د ځمکې د ځینې نورو شیانو نښې هم په مریخ کې شته. مثلا، د یخی (کرل) ځینی ټوټې هم په مریخ کې شتون ولری. نو که چېرته موږ له ځمکې دغې سرې سیارې (مریخ) ته ولاړ شو، ژوند به بدل شی؟
که موږ مریخ ته د تګ نیت وکړو، څه به پېښ شی؟

که چېرته موږ په بېخی تېز سرعت لرونکې فضایی بېړۍ کې له ځمکې سپاره شو، نو له ۴۰ ورځو نیولې تر ۹.۵ میاشتو پورې ممکن موږ هلته ورسېږو چې د وخت دغه توپیر د سیارې په مسیر(حالت) پورې تړاو لری. په فضا کې له دومره وخت تګ نه وروسته به، تاسی د اسمان په څنډه کې مریخ ووینئ. مګر تاسی څه فکر کوئ، چې هلته به ژوندی پاته شئ؟ او بله دا چې په مریخ کې به د ژوندی پاته کېدلو لپاره څه شی ته اړتیا ولرئ؟
لومړنۍ خبره دا ده چې په دې پوه شئ چې د سا اخیستلو لپاره څنګه اوکسیجن تنفس کړئ. د مریخ فضا ۹۵٪ سلنه کاربن ډای اوکسایډ نیولې. نو تاسی نه یواځی دې ته اړتیا لرئ چې د ژوندی پاته کېدلو لپاره همدومره اوکسېجن له ځمکې نه له ځان سره مریخ ته یوسئ چې تاسی اړتیا ورته لرئ، بلکه په مریخ کې شته کاربن ډای اوکسایډ په اوکسیجن واوړئ، چې ددې لپاره هغه ماشین په کار دی چې ((NASA یا د امریکا د فضایی څېړنو اداره یې کاروی چې دا ماشین (MOXIE) نومېږی. دغه ماشین نه یواځی دا چې تاسی ته د سا اخیستلو لپاره جوړه هوا برابره کړی، بلکه تاسی ته د مایع اوکسیجن د وړاندی کولو وسیله هم کېدای شی.
دا به نو هغه شیان او لوازم وی، چې تاسی یې مریخ ته د تللو په وخت کې درسره واخلئ، اما په هغه صورت کې چې تاسی بېرته ځمکې ته د راتللو (راکښته کېدلو) تصمیم تر تللو د مخه نیولی وی. په مریخ کې داسی خاوره نشته چې تاسی کښت ورباندی وکړئ، مګر ددې پر ځای تاسی (Hydroponics) عملیه کارولی شئ چې دغه عملیه بیا خاورې ته اړتیا نلری. اما، دا چې په دې ځمکه (مریخ) کې کومې روانې اوبه نشته، نو ستاسی ځمکه (مریخ) به وکولای شی چې تاسی ته ۲۰٪ اوبه برابرې کړی چې تاسی یې د کښت لپاره وکاروئ. نورې د اړتیا وړ اوبه باید له ځمکې در وغواړئ. بل دا چې په مریخ کې به مو خواړه تازه پاته نه شی، بلکه ستاسی ټول خواړه به وچ شی.
نو هلته به موږ چېرته ژوند کوو؟
تاسی به د ځمکی له نورو مهاجرینو سره، په هغو تعمیرونو کې اوسئ چې له هوا ډک شوی وی. دا داسی دی لکه تاسی چې په زېزمینی کې (تر ځمکی لاندی) اوسئ. دا ځکه چې په مریخ کې د ځمکې غوندی د جاذبې قوه نشته او د مریخ اتموسفیر ډېر نری دی چې د مریخ په مدار کې د وړانګو کچه ۲.۵ وارې تر نړېوال فضایی سټېشن لوړه ده، چې د انسانانو لپاره په دومره لوړه کچه د لمر وړانګی په مشکله تحمل کېدای شی. دا بېخی هېر کړئ چې تاسی لمر ته ددې لپاره راووځئ چې ویټامین ډی واخلئ. لمر به دلته هم تقریبا همدومره لوی معلومېږی لکه څومره چې یې له ځمکې وینئ؛ خو که چېرته غواړئ چې له خپله ځایه د باندی ووځئ او ژوندی بېرته راستانه شئ، نو د اتموسفیر د فشار د کمولو او له وړانګو د ځان ساتنې لپاره باید هغه خاص فضایی لباس پر تن کړئ، چې د ساتنې تضمین مو وشی. دغه خاص لباس به ستاسی سره په دې کې هم ډېره مرسته وکړی چې بدن مو توود(ګرم) وساتی، دا ځکه چې په مریخ کې د تودوخی درجه ډېره ټیټه ده. که د خپلې ځمکې هغه بېخی یخ ژمی د مریخ له منځنۍ کچې یخنی سره پرتله کړو، نو د ځمکې په ژمی به شکر وباسئ او فکر به وکړئ چې د ځمکې هغه ډېر سوړ ژمی هم جنتی هوا لری.
د تودوخې درجه به منفی ۵۵ وی (منفی ۶۷ فارنهایټ). خو په قطبونو کې به له دې هم ټیټه وی او منفی ۱۵۳ ته رسېږی چې (۲۴۳ فارنهایټ) کېږی. د مریخ ورځ صرف ۴۰ دقیقې له هغې ورځې نه لویه ده چې موږ یې په ځمکه کې لرو، خو په مریخ کې یو کال د ځمکې تر کال شاوخوا دوه ځلې طولانی (اوږد) دی. که چېرته تاسی د مریخ په شمالی قطب کې اوسئ، نو له ۷ میاشتی پسرلی او ۶ میاشتی اوړی نه خوند واخلئ. او هلته به نو ۵ میاشتی منی او ۴ میاشتی ژمی وی. په مریخ کې نه یواځی دا چې د حرارت درجه ټیټه ده، بلکه په یوه اونۍ کې بدلېدونکې او اووښتونکې هم ده، چې دغه بدلون ډېری وخت ددې سبب کېږی چې قوی د خاورو (دوړو) توپانونو راشی. تاسی ته به زیان و نه رسوی، خو برقی سامان الات به مو خامخا زیانمن کړی. که په ځمکه کې د کورنۍ له کوم غړی سره مو خبرو ته زړه وشی، نو دا هم تقریبا ناممکن وبولئ. که له دوئ سره له مریخ نه په برقی الاتو (چې ډېر پرمختللی وی) خبری کوئ، نو ستاسی هره خبره به ۱۵ دقیقې وخت ونیسی چې ځمکې ته ورسېږی. دا هم په پام کې ولرئ، چې په مریخ کې د جاذبې قوه د ځمکې له هغې سره په پرتلنه کې ۱/۳ ده. یعنی چې هلته ولاړ شئ، نو لکه د ماشومتوب غوندی لومړی باید تر هرڅه مخکې دا زده کړئ چې څرنګه قدم ووهئ. نو اوس هم غواړئ چې له خپلې ځمکې نه مریخ ته ولاړ شئ!!؟
خیر، تر هغې انتظار وباسئ چې لومړنی انسانان دغې سرې ځمکې (مریخ) ته لاړ شی او دا سره ځمکه د ژوند لپاره لکه د خپلې ځمکې غوندی جوړه کړی. دوئ به ممکن امونیا (ammonia) د بلې سیارې له اتموسفیر نه مریخ ته راوړی چې مریخ لږ پرې توود (ګرم) کړی. دغه توودوالی به د مریخ د شمالی قطب وچ یخی په ګاز تبدیل کړی چې دغې سیاری ته اتموسفیر ورکړی. خو دغه ډول اتموسفیر به بیا هم زموږ لپاره د ساه اخیستلو (تنفس کولو) وړ نه وی، مګر لږ تر لږه به دومره خو وکړی چې د اتموسفیر فشار دومره خو مساعد کړی چې دغه فضایی جامې خو وباسو. تر هغې وروسته به دغه لومړنی انسانان له هغه یخی شوی اوبو نه چې د مریخ تر سطحې لاندی دی، اوبه راوباسی. د اوبو بخار به اتموسفیر نور هم ډبل (غوټ) کړی. بالاخره به تاسی په مریخ کې دا ووینئ چې واورې او باران اورېدل به پیل شی. تر هغې وروسته به ممکن زرګونه کلونه وروسته ددغې سیارې ځمکه کافی اوکسیجن ولری، چې انسانان ساه پکې واخلی (تنفس پکې وکړی). نو تر هغې وروسته به، ددغی سیاری بیا جوړونه پای ومومی او د ژوند لپاره به اماده شی.
اوس څه فکر کوئ؟ ایا په مریخ کې ژوند کولو ته زړه ښه کوئ؟ او یا به هم هڅه وکړئ چې کله هلته لاړ شئ، او دغه له نعمتونو غنی ځمکه پرېږدئ؟ ایا هغه څه چې موږ په ځمکه کې لرو، لکه اوبه،هوا،د تنفس لپاره کافی اکسېجن، نباتات، د کورنۍ غړی، خواږه ملګری، ډول ډول خوراکونه، او په ټوله کې ټول چاپېریال، دوئ ته پام کوئ، او یا هم الهی نعمتونو په سترګه ورته ګورئ؟ نو که مو ځواب دا وی چې هلته نه ځئ، نو په ځمکه او طبیعت کې د ټولو شته شیانو (ونې، اوبه، د ځمکې نورې کانی زېرمې، هوا، ژوندی موجودات…) خیال وساتئ او له نعمتونو ددې غنی سیارې د یوه اوسېدونکی په توګه د خپلې برخې مسولیت ادا کړئ.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=99759

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *