په لوګر ولایت کې د چاودېدونکو توکو ډک یو موټر شنډ شوی

  • خپرول: ۲۱ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 104157

د لوګر ولایت چارواکو ویلی په دې ولایت کې یې د چاودېدونکو  توکو ډک یو موټر شنډ کړی دی.

لوګر یاد ولایت پولیسوتیره شپه د مرکز اړوند تنګی وغجان سیمه کې یو کرولا موټر چې چاودیدونکی توکی پکې ځای پر ځای شوی و له یو تن سره نیولی دی.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزی وایی د پیښې په تړاو یو موټر چلونکی چې ځانمرګی وو نیول شوی او په لومړنیو څیړنو کې خپل جرم منلی.

نوموړی وایی تر اوسه معلومه نه ده چې د یاد موټر بم هدف څوک او کوم ځای وو خو په اړه یې له نیول شوی کس څخه څیړنې روانې دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104157

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *