په قطر کې له طالب استازو سره د زلمی خلیل زاد لیدنه

  • خپرول: ۲۱ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 87832

په کابل، اسلام اباد، ریاض او دوحه کې له دولتی چارواکو سره له لیدنو وروسته اوس داسې رپوټونه دی چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې له طالب استازو سره پرون د جمعې په ورځ لیدلی دی.
امریکایی ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال په دې اړه خپل رپوټ لیکی، یوې باوری سرچینې ورته ددې خبرې پخلی کړی، خو زیاتوی دا لا نه ده معلومه چې دواړو لوریو د څه په اړه خبرې کړې دی.
په قطر کې د طالبانو له استازو سره د ښاغلی خلیلزاد کتنه د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو دویم پړاو بلل کېدای شی.
تمه وه د خبرو دا پړاو دوه یا درې اونۍ وړاندې ترسره شوی وای، خو ظاهراً د افغان سولې په برخه کې د امریکا د ځانګړی استازی په توګه د زلمی خلیلزاد تر ټاکل کېدو ځنډېدلی و.
لومړی پړاو خبرې څلور میاشتې وړاندې په قطر کې د طالبانو د استازو او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې الیس ویلز په مشرۍ د امریکایی پلاوی ترمنځ شوې وې.
هغه مهال خبرې بریالۍ بلل شوې وې او د رپوټونو له مخې په دې خبرې شوې وې چې په راتلونکې کې دا لیده کاته څه ډول دوام وکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87832

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *