په قطر کې د طالبانو یو غړی: له امریکایی دیپلوماټانو سره د دوهمې لیدنې د نېټې په تمه یو

  • خپرول: ۲۲ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 83205

د اسوشیتید پرس د راپور له مخې، په قطر کې د طالبانو یو غړی اعلان کړی چې ددوی غړی د واشنګټن له خوا د امریکایی دیپلوماټانو او د یادې ډلې د وروستی لیدنې د نېټې په تمه دی.
د طالبانو چارواکو په وروستیو ورځو کې په جلا جلا مرکو کې اعلان کړی چې دغه ډله له امریکا سره د دوهم پړاو خبرواترو ترسره کېدو ته چمتو ده چې شونی ده په همدغه میاشت کې ترسره شی.
د آسوشیتید پرس خبری سرچینې راپور ورکړی، تمه کېږی په دې پړاو کې د بندیانو د بدلولو، د باور جوړونې تدبیرونو او د لیدنې او خبرواترو د لارو پرسر خبرې وشی.
په قطر کې یوبل چارواکی چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شی اعلان یې کړی چې ددې ډلې غړی د واشنګټن له خوا د دوهمې لیدنې د نېټې په تمه دی. طالبان تل د افغانستان له بندخونو څخه د خپلو بندیانو د خوشی کېدو په تړاو چې ویل کېږی شمېر یې دوه زره کسانو ته رسېږی، خپله دا غوښتنه مطرح کړې ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=83205

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *